Oct 08, 2022 11:30 Asia/Kabul

د ښاروالۍ دچارواکو پر وینا ددې پروژو په بشپړیدو سره به ښاریانو ته په خدمتونووړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار دجلال اباد ښاروالۍ دسکتوری او تخنیکي چارو ریس انجنیر دوست محمد چهاردیوال دښار په اوومه ناحیه کې دښاروالۍ په لګښت  دیو نوي جوړ شوي واټ دپرانستې په مراسموکې وویل دجلال ابادښاروالۍ دښارپه دننه کې ددوه سوه نوي ملیونه افغانیو په ارزښت نوې رغنیزې پروژې پېل کړي چې چارې به یې ژر پای ته ورسیږي . دانجنیر دوست محمد چهاردیوال پر وینا ددې پروژو په بشپړیدو سره به ښاریانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي. بل پلو جلال اباد ښاریان هم ددغو پروژو دپېل له امله خوښي څرګندوي خو وایي ښاروالي باید ددې پروژو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي 

نور  تفصیل ئې د مونږ دخبریال له خولې آورو.

 

ټیګونه