ننګرهارته له بهره په ستنو شویو وړکډوالو به ډيرزر د استوګنی لپاره د مځکو نمرې وویشي
دطالبانو د موقت حکومت دکډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته خپل کاري سفر په تورخم ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان دسیمه ییز دفتر او پر تورخم دروازه د تلونکو او راتلونکو مساپرو سره پر لیدنه پای ته ورساوه او دغلته یې اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې
زمونږخبریال راپور راکړ،دطالبانو دموقت حکومت د کډوالو او بیرته راستنو شویو دچارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقانی ننګرهار ته دسفر پرمهال له ولایتي چارواکو سره په ګډه ناسته کې وویل . زر به ننګرهار ته له بهر نه راستنو شویو مستحقو کډوالو ته چې سرپناه نه لری یوه نمره زمکه ورکړي
دطالبانو د موقت حکومت دکډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر ننګرهار ته خپل کاري سفر په تورخم ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان دسیمه ییز دفتر او پر تورخم دروازه د تلونکو او راتلونکو مساپرو سره پر لیدنه پای ته ورساوه او دغلته یې اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې
نور تفصیلات ئې زمونږ دخبریال له خولې آورو.