په لغمان ولایت کې د ۳۰کیلو مترو فرعی سرکونو د بیارغاونۍ چارې پېل شوې
Oct 24, 2022 14:30 Asia/Kabul
دملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان دختیزو ولایتونوپه ګڼو سیموکې د خوړو په بدل کې د کار کولو ګڼې پروژې پلې کړي چې ځینې لا اوس هم روانې دي او زرګونو خلکو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شویده
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د لغمان د والي دویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دلغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند سیموکې ددیرش کیلو مترو په اوږدوالي د فرعي سرکونو د بیا رغاونې چارې پېل شوې .
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان دختیزو ولایتونوپه ګڼو سیموکې د خوړو په بدل کې د کار کولو ګڼې پروژې پلې کړي چې ځینې لا اوس هم روانې دي او زرګونو خلکو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شویده
په دې اړه مفصل رابور زمونږ دخبریال له خولې آورو .