د جلال اباد په الفلاح خصوصي يوهنتون کې په علمي برخه کې د ایران له تجربو ګټه پورته کوو
Dec 18, 2022 16:17 Asia/Kabul
دافغانستان په جلال اباد کې د الفلاح خصوصي يوهنتون مشرتابه وایي غواړي په علمي برخه کې د ایران له تجربو ګټه پورته کړي
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د دننګرهار ولایت په جلال آباد کې د الفلاح خصوصي پوهنتون علمي مرستیال شمس الدین همت په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت دسرکونسل مجید صادقي دولت ابادي سره په ګډه ناسته کې وویل دخپل پوهنتون داستاذانو او زده کړیالانو دظرفیتونو لوړولو په موخه غواړي د ایران اسلامي جمهوریت د علمي تجربو او لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي(غږ) دالفلاح خصوصي پوهنتون علمي مرستیال وویل په علمي ډګر کې د ایران اسلامي جمهوریت پرمختګونه او تجربې بې ساري دي او غواړي دهغه هیواد له علمي مرکزونو سره د ګډې همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي.
په دې اړه له ننګرهاره زمونږ دخبریال رالیږلی رابور په ګډه سره آورو .