Jan 30, 2023 07:21 Asia/Kabul
  • په غورکې په لومړي ځل د مېرمنو د غاښونو کلينيک جوړ شو

نوموړي زياته کړه، چې د دغه کلنيک په پرانیستلو سره به تر یوه حده د مېرمنو ستونزې هوارې کړي.

 

‏د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې په لومړي ځل د مېرمنو لپاره د غاښونو کلینیک پرانیستل شو.

 د یاد کلنيک مسوولې لطیفې غفوري وویل، چې په دغه ولایت کې د مېرمنو لپاره هېڅ کلنيک نشته، چې مېرمنې ورته د درملنې په موخه ورشي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه کلنيک په پرانیستلو سره به تر یوه حده د مېرمنو ستونزې هوارې کړي.

 د طالبانو يوه ځايي مقام استازي عبدالوکیل مرادیان د مېرمن غفوري د دغه اقدام ستاینه وکړه او په یاد ولایت کې یې د مېرمنو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د نوموړې اقدام یې بې ساری وباله.

غور د افغانستان له تر ټولو محرومو ولايتونو څخه دی، چې د اوسيدونکو په وينا يې يوه حکومت هم لازمه پاملرنه نه ده ورته کړې.

 

ټیګونه