ایران په ۷ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۳ سوه میلیون ډالرو غیرنفتي صادرات درلودل
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له تېلو پرته نور شیان صادر کړي دي.
د ایران د ګمرکونو رئیس محمد رضواني فر ویلي چې په تېرو ۷ میاشتو کې افغانستان، د ایران د غیر نفتي محصولاتو پنځم لوی واردوونکی هېواد وو.
د سږ کال په آګست میاشت کې، په کابل کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې ویلي وو چې د افغانستان په بازارونو کې د ایران د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره، د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې باید نوي کچې ته لوړې شي.
د پاکستان له لوري د لارو د بیا بیا بندېدو او د پاکستاني محصولاتو د کیفیت د خرابیدو له امله، د افغانستان پر مصرفي بازار ورځ تر بلې د ایراني محصولاتو انحصار زیاتېږي. دا په داسي حال کې ده چې پخوا افغانستان تر ټولو ډېر واردات له پاکستان څخه لرل.
د طالبانو حکومت د ملي احصائیې ادارې تېره میاشت اعلان کړی وو چې د افغانستان صادرات په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، او واردات یې ۸.۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې د وارداتو او صادراتو تر منځ شاوخوا ۶.۳ میلیارده ډالرو توپیر ښیي.