د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري درې نیم میلیارد ډالرو ته لوړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169778-د_افغانستان_او_ایران_ترمنځ_سوداګري_درې_نیم_میلیارد_ډالرو_ته_لوړه_شوې
 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په یولړ څرګندونو کې وویل چې په ۲۰۲۵  کال  کې د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت له ۳٫۵ میلیارډ ډالرو  زیات شوی ، چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښئي.
(last modified 2026-01-20T21:00:03+00:00 )
Jan 21, 2026 01:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري درې نیم میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په یولړ څرګندونو کې وویل چې په ۲۰۲۵  کال  کې د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت له ۳٫۵ میلیارډ ډالرو  زیات شوی ، چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښئي.

زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د افغانستان د صنعت او سوداګرئ د چارود وزارت ویندوي عبدالسلام جواد دا پرمختګ د پرانیستې سوداګریزې تګلارې، د بدیلو لارو د پراختیا او د چابهار بندر د اغېزشیندونکې  استفادې پایله بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد، له آوا خبری آژانس سره په مرکې  وویل چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارډ او ۵۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله زیاتوالی ښئي.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو مسؤلان هڅه کوي د شته ستونزو او ننګونو په لیرې کولو سره د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي

د ښاغلي جواد په وینا، په دغې برخې کې له وروستیو مهمو ګامونو څخه یو هم د میلک په پوله (د ورېښمو پل) کې د نوې ځمکنۍ لارې پرانیستل دي، چې موخه ئې د بار وړونکوګاډو د تېرېدو ظرفیت دوه برابره کول، د ګڼې‌ګوڼې کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر اسانه کول دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د چابهار بندر اهمیت ته په اشارې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت سوداګریزه تګلاره د ملي ګټو پر بنسټ، پرانیستې او له کوم ځانګړي هېواد سره له تړاو پرته تعریف شوې ده.

د هغه په وینا، افغانستان دا مهال له هېڅ هېواد سره سوداګریز تړاو (وابستګي) نه لري او هڅه کېږي چې دا وضعیت همداسې وساتل شي.

هغه د افغانستان د سوداګریز ثبات لپاره د ایران چابهار بندر حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې د هېواد په بازارونو کې د خلکو د اړتیا وړ توکي په بشپړه توګه شته، که څه هم د ځینو توکو په بیو کې بدلونونه لیدل شوي دي

آخندزاده عبدالسلام جواد همدارنګه د افغانستان او ایران اوږدمهاله موخه دا وبلله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسول شي، او ویې ویل چې د دې موخې تحقق د ایران بازار ته د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي سره تړاو لري.