طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173744-طالبانو_له_ایټالیا_غوښتي_چې_د_افغان_کډوالو_د_وژنې_عاملان_محاکمه_کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.
(last modified 2026-06-04T01:27:00+00:00 )
Jun 04, 2026 05:34 Asia/Kabul
  • طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.

د یاد وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د ایټالیا د امېنډولارا په سیمه کې د تېلو په یوه تمځای کې یوه موټر ته په قصدي ډول د اور اچولو په نتیجه کې شوې ده.

بلخي ویلي، طالبان له ایټالیايي چارواکو غواړي چې د پېښې عاملان ونیسي، عدالت ته یې راکش کړي او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

هغه همداراز په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، عزت، امنیت او اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ورته غمجنو پېښو د مخنیوي لپاره به اغېزمن ګامونه پورته شي.

په همدې حال کې د ایټالیا پولیس وايي دوه پاکستاني وګړي یې د هغو څلورو کډوالو د سوځولو په تور نیولي چې د دغه هېواد په جنوب کې د یوه موټر دننه وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې، قربانیان درې افغانان او یو پاکستانی وو چې د کرنې په برخه کې یې کار کاوه.

په دې پېښه کې یوازینی ژوندی پاتې افغان پولیسو ته ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو یې ځان له لمبو ژغورلی دی.