اوچا: افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري.
نوموړي سازمان پنجشنبه د غبرګولي پر ۲۸مه راپور ورکړی چې په افغانستان کې له هرو ۱۰۰ زرو ښځو شاوخوا ۶۰۰ ښځې د امیندوارۍ او زیږون د ستونزو له امله مري.
اوچا زیاته کړه چې ښځې او نجونې په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي او په غیر متناسب ډول د دغه وضعیت له پایلو اغیزمنېږي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې ښځې د حیاتي خدماتو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه لري او په ځانګړې توګه د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې یې حضور اړین دی.
یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې په عام ډګر او کاري بوختیاوو کې د ښځو او نجونو پر ګډون لګېدلې محدودیتونه ښايي د بشري غبرګون وړتیا کمه کړي او اړینې روغتیایی پاملرنې ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړي.