د ايران له لوري د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ له پروژې څخه د افغانانو هرکلی+راپور
-
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس
پارس تودی-د ایران د جمهور رئيس د مرستيال محمد عارف له لوري د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه د پانګونې سند له تصویب وروسته، افغان چارواکي او اقتصادي کارپوهان وایي چې دا پروژه به د افغانستان د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهمه اغېزه ولري.
د تهران د راډو پښتو د خبریال له راپور سره سم، د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د رېل پټلۍ پراختیا د افغانستان له مهمو زیربنايي اړتیاوو څخه ده او د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه به د هېواد لوېدیځ او شمالي سیمې سره ونښلوي.
هغه زیاتوي، د دې ډول پروژو پلي کېدل به د توکو د لېږد بهیر اسانه، د ترانسپورټ لګښتونه کم او افغانستان به د سیمې په کچه د یوه مهم ترانزیټي دهلېز په توګه لا پیاوړی کړي.
بلخوا، د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې اجرائیه رئیس عبدالنصیر رښتیا وایي، د رېل پټلۍ جوړېدل به نه یوازې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم وي، بلکې د سیمې هېوادونه به هم له یو بل سره ونښلوي.
نوموړی زیاتوي، د لویو زیربنايي پروژو پراختیا کولی شي په هېواد کې د تولید کچه لوړه او د کار زمینه برابره کړي.
اقتصادي کارپوهان هم باور لري چې د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ به افغانستان له منځنۍ اسیا، ایران او نورو سیمهییزو بازارونو سره د نښلولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار صافی وایي، د دې پروژې عملي کېدل به د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه وایي، رېل پټلۍ د ترانسپورټ یوه ارزانه او اغېزمنه لاره ده چې د توکو د لېږد لګښتونه به راکم کړي.
د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ پروژه د افغانستان د شمال او لوېدیځ ترمنځ د نښلونې تر څنګ، د سیمې د ترانزیټي شبکې یوه مهمه برخه بلل کېږي.