په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون جوړیږي+راپور
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176128-په_نږدې_راتلونکي_کې_په_کابل_کې_د_کرنې_او_مالدارۍ_نړیوال_نندارتون_جوړیږي_راپور
پارس تودی-ټاکل شوې چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د روان کال د زمري میاشتې له شلمې نېټې څخه په کابل کې د شپږو ورځو لپاره جوړ شي.
(last modified 2026-08-05T09:09:10+00:00 )
Aug 05, 2026 13:32 Asia/Kabul
  • په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون جوړیږي+راپور

پارس تودی-ټاکل شوې چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د روان کال د زمري میاشتې له شلمې نېټې څخه په کابل کې د شپږو ورځو لپاره جوړ شي.

د پښتو راډیو د خبریال له راپور سره سم، په همدې موخه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز او د کرنې او مالدارۍ خونې په ګډ خبري کنفرانس کې د دغه نړیوال نندارتون د جوړېدو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

په دې کنفرانس کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز مشرتابه، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولینو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازو، د کرنیزو او مالدارۍ سکټورونو استازو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.

د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز عمومي رییس، محمد صابر لطیفي، وویل چې په دغه نړیوال نندارتون کې به د افغانستان ترڅنګ د هند، ایران، روسیې، ازبکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونه او استازي هم برخه واخلي.

د نوموړي په خبره، د بهرنیو شرکتونو ګډون به د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازار موندنې، پانګونې او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ښه فرصت برابر کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالعلي عمري، وویل چې په افغانستان کې د سراسري امنیت له ټینګېدو سره د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پانګونه وکړي او د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د مسوولینو په وینا، د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون به د روانې زمري میاشتې په شلمه نېټه د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې پرانیستل شي.

تمه ده چې دغه نندارتون به د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د معرفۍ، د صادراتو د ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت برابر کړي.