په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ پناهځای وباله
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې د ودې په حال کې دي.
ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې د پاکستان سفیر دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې کړې دي.
د راپور له مخې، افتخار احمد د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت خراب او د اندېښنې وړ بللی دی.
هغه ویلي چې یو شمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې له خوندي پناهځایونو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او د سیمې امنیت ته مخ په زیاتېدونکی ګواښ ګڼل کېږي.
په راپور کې راغلي چې افتخار احمد په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بلوچستان د ازادۍ پوځ، داعش او ورسره تړلو ډلو، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د القاعدې څانګو ته اشاره کړې، چې د نوموړي په وینا په افغانستان کې خوندي پناهځایونو ته لاسرسی لري.