طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ايران اړیکې مخ پر وده وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177516-طالبانو_د_بهرنیو_چارو_وزیر_د_افغانستان_او_ايران_اړیکې_مخ_پر_وده_وبللې
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې مسؤول، محمد رضا بهرامي چې کابل ته یې سفر کړی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ويلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې شوې دي.
(last modified 2026-09-01T13:01:26+00:00 )
Sep 01, 2026 17:28 Asia/Kabul
  •  طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ايران اړیکې مخ پر وده وبللې

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې مسؤول، محمد رضا بهرامي چې کابل ته یې سفر کړی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ويلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې شوې دي.

دغه راز مولوي اميرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه وکولای شي په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

بلخوا محمدرضا بهرامي هم د دواړو هېوادونو دوه‌اړخیزې اړیکې مثبتې ارزولې او په بېلابېلو کچو یې د اړیکو او خبرو دوام مهم بللی دی.

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله اتل وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

نوموړی زياتوي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا موجوده ده او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست، علیرضا بیکدلي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د  پلان او پالیسۍ له مرستیال عبدالرحمن قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.