افغان پُست او د ایران پُست ادارې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې + غږیز راپور
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177552-افغان_پُست_او_د_ایران_پُست_ادارې_د_همکاریو_پر_پراختیا_خبرې_وکړې_غږیز_راپور
کابل - د افغان پُست امارتي شرکت او د ایران د پُست ادارې ترمنځ د پُستي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه خبرې شوې دي.
(last modified 2026-09-02T08:20:26+00:00 )
Sep 02, 2026 12:49 Asia/Kabul

کابل - د افغان پُست امارتي شرکت او د ایران د پُست ادارې ترمنځ د پُستي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه خبرې شوې دي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د معلوماتو له مخې، د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د افغان پُست اجرائیوي رئیس مولوي رحمت‌الله مکي او ورسره مل پلاوي، د ایران د پُست ادارې له اجرائیوي رئیس محمد احمدي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د پُستي همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا ترڅنګ، په برېښنايي سوداګرۍ، هوايي او ځمکنیو ترانزیټي انتقالاتو او د پُستي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر فرصتونو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو همداراز د پُستي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د مسلکي تجربو او وړتیاوو د شریکولو پر دوام ټینګار کړی دی.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند مولوي محمدنبي بهار وایي، چې د آسیا پسفیک د پُستي اتحادیې څوارلسم کانګرس د افغان پُست امارتي شرکت د پلاوي په ګډون په بنکاک کې پیل شوی، چې موخه یې د پُستي خدمتونو د کیفیت ښه والی او د مسلکي اړیکو پیاوړتیا ده.

د افغان پُست امارتي شرکت مسوولين وايي، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د ایران په رسمي بلنه، د دغه شرکت یو پلاوی ایران ته سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره د پُستي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.