ننګرهار کې د چرګانو صنعت د وارداتو د کمولو پر لور روان دی + غږیز راپور
په ننګرهار کې د هګیو، غوښینو چرګانو او د چرګانو د خوراکي توکو یوه ستره تولیدي مجموعه د کورني تولید د زیاتولو او د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي.
د یاد شرکت مسوولان وایي، هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې د هګیو او چرګانو وارداتو ته د هېواد اړتیا پای ته ورسوي.
د «حبیب حسام» تولیدي شرکت په جلالاباد ښار سوېلختیځه څنډه کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او د مسوولانو په وینا، نږدې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې ده.
د شرکت مشره مریم نوري وایي، مجموعه یې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ زره هګۍ تولیدوي، په درېیو ورځو کې ۶۰ زره یو ورځني چرګوړي برابروي او په یو ساعت کې ۲۵ ټنه د چرګانو خوراک تولیدوي.
د تخنیکي برخې مشر انجنیر عبدالشکور وایي، د تولید چارې په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي چې د چرګانو د دانې او هګیو تولید، د یو ورځنیو چرګړو روزنه او د غوښینو چرګانو پالنه پکې شامله ده. د نوموړي په وینا، د یو ورځنیو چرګړو تولیدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.
د شرکت فعالیتونو نږدې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. یو شمېر کارکوونکي وایي، په هېواد کې د دندو رامنځته کېدل هغوی ته دا فرصت ورکړی چې د کار لپاره بهر ته د تګ پر ځای په خپل هېواد کې د عاید زمینه ولري.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو او سوداګرۍ برخې مشر شاکرالله ستانکزی وایي، په دغه ولایت کې د چرګانو د روزنې او تولید صنعت د پام وړ وده کړې او محصولات یې د هېواد ترڅنګ یو شمېر ګاونډیو بازارونو ته هم صادرېږي.
ستانکزی زیاتوي، د صنعت د لا پیاوړتیا لپاره د نورو اقداماتو هڅې روانې دي.
د ننګرهار د چرګانو صنعت تر ډېره د پاکستان پر وارداتي بازار متکي و، خو د شاوخوا یوه کال راهیسې د سوداګریزو لارو د محدودېدو له امله پانګهوالو د خپلو اړتیاوو او بازارونو لپاره بدیلې لارې موندلې دي.
د صنعت فعالانو د پاکستان ترڅنګ ایران، ازبکستان او تاجکستان ته د صادراتو او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته مخه کړې، چې د دوی په وینا، دې بدلون د چرګانو د تولید د فعالیتونو د دوام ترڅنګ د دې صنعت د لا پراختیا زمینه هم برابره کړې ده.