د افغانستان اړوندو امنیتي ګواښونو په اړه د چین او پاکستان سلا مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177558-د_افغانستان_اړوندو_امنیتي_ګواښونو_په_اړه_د_چین_او_پاکستان_سلا_مشورې
پارس تودی- د افغانستان په چارو کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو له امله د رامنځته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
(last modified 2026-09-02T08:50:56+00:00 )
Sep 02, 2026 13:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان اړوندو امنیتي ګواښونو په اړه د چین او پاکستان سلا مشورې

پارس تودی- د افغانستان په چارو کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو له امله د رامنځته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو په اړه خبرې وکړې.

د پارس تودی له راپور سره سم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي دي چې دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو پر ژورولو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په دې برخه کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې ده چې د دغو ډلو فعالیتونه د سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

پاکستان تر دې وړاندې طالبان د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي؛ هغه تور چې طالبانو رد کړی دی.