د امریکا د بشرضد جنایاتو لړۍ د افغانستان له ختیځه د ایران تر جنوبه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177590-د_امریکا_د_بشرضد_جنایاتو_لړۍ_د_افغانستان_له_ختیځه_د_ایران_تر_جنوبه_روانه_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو په دوام کې، تهران د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبره کوي؛ خو ورسره هم‌مهاله د ایران په سوېل کې د واده مراسمو د یوه امریکايي برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
(last modified 2026-09-03T07:10:30+00:00 )
Sep 03, 2026 11:33 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو په دوام کې، تهران د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبره کوي؛ خو ورسره هم‌مهاله د ایران په سوېل کې د واده مراسمو د یوه امریکايي برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ایراني چارواکي وایي، د سپتمبر په لومړۍ نېټه د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک سیمه کې، هغه ودانۍ چې د واده مراسم پکې روان وو، د امریکا په هوايي برید کې په نښه شوې ده.

د ایراني چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. 

په ایران کې د واده مراسمو په نښه کېدو دا پېښه د افغانستان د هسکې مېنې د هغې پېښې یاد هم تازه کوي چې شاوخوا اتلس کاله وړاندې د ۲۰۰۸ کال د جولای په شپږمه د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ اغز سیمه کې رامنځته شوې وه.

ځینو لومړنیو راپورونو د مړو شمېر لږ ښودلی و، خو وروسته د افغان حکومت پلټنې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو خبره وکړه.

د هسکې مېنې اوسیدونکی او د پوهنتون استاد فقیر سید هاشمي وایي، امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال سلګونه دا ډول بشري جنایتونه ترسره کړي او دا لړۍ یې لاهم روانه ساتلې ده.

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی رسول خان حسیني بیا وایي،امریکایان په افغانستان کې هیڅ ډول انساني کرامت او بشري حقونو ته ژمن نه وو ، دوې ودونه، جنازې، جرګې او نور ولسي ځایونه بمبارکړي دي.

د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ یو اوسیدونکی فهیم شینواری وایي، امریکایی ځواکونو په افغانستان کې اسلامي مقدساتو ته هم سپکاوی کاوه، د هغه پر وینا ښه بېلګه یې دسپین غر په ولسوالۍ کې له بیت الله شریف څخه د یو حاجي د راتلو وروسته د هغه د خوښې مراسم بمبارول وو چې لسګونوکسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پوهتون استاد او د حقوقي چارو کارپوه تمهید الله سیلاني  وايي، امریکایان یوازې د رسنیو او کامرو پر وړاندې انساني کرامت او بشري حقونو ته ژمنتیا ښیي خو دې پیښو وښودله چې امریکایانو ته خپلې پوځې موخې د ملکي وګړوتر مرګ ژوبلې زیات ارزښت لري.

 تمهید سیلاني وایي، امریکایانو پر افغان حکومت منلې وه،چې دوې به په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو د محاکمې واک ونه لري.

که څه هم،چې د دواړو پېښو ترمنځ کلونه واټن شته، جغرافیه یې هم بېله ده، خو دواړه هغه مهال رامنځته شوې چې د امریکا پوځي عملیات روان وو او د واده مراسمو کې ګډون کوونکي ملکي کسان په کې زیانمن شوي دي.

 امریکا پر افغانستان سربېره ورته بشري ضد جنایات په عراق او یمن کې هم ترسره کړي دي.

 په ۲۰۰۴ کال کې د عراق په ادلیب سیمه کې پر واده د امریکا د بمبار له امله ۴۰ تنه ووژل شوي وو ،همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې په یمن کې دواده پر مراسمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په بریدکې ۱۳تنه ووژل شوي وو.