په لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله یوولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177592-په_لغمان_ولایت_کې_د_ترافیکي_پېښو_له_امله_یوولس_تنو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
زمونږ خبریال راپور راکړی د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، په دوه جلا ترافیکي پیښو کې یوولس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
(last modified 2026-09-03T07:19:00+00:00 )
Sep 03, 2026 11:46 Asia/Kabul
  • په لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله یوولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته

زمونږ خبریال راپور راکړی د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، په دوه جلا ترافیکي پیښو کې یوولس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه وايي لومړۍ پیښه د کابل جلال اباد پر لویه لار د عزیز خان کڅ په سیمه کې د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه، چې پکې د یوې میرمنې په ګدون دوه  کسان ووژل شول او څلور تنه نور ژوبل شول.

د یوسفزي پر وینا دویمه پیښه هم د کابل جلال اباد لوی لارې د خیرو خیلو په سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه چې پکې د هغه پر وینا پنځه تنه ژوبل شول.

یونس یوسفزی وایي، ددواړو پيښو ټپیان د امنیتي ځواکونوله لورې روغتونونو ته لیږدول شویدي.

هغه وايي د ترافیک پولیسو لومړنیو پلټنو ښودلې چې دواړه پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شویدي.

 د کابل جلال اباد لویه لار د هیواد په کچه تر ټولو له ترافیکي ګڼې ګوڼې ډکه او خطر ناکه لار ګڼل کیږي.

د معلوماتو له مخې پر دې لار هره ورځ خواوشاه دیرش زره مسافر وړونکي او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي چې نږدې هر ورځ دا لار د ترافیکي پیښو شاهده وي چې دا پیښې بیا درانه ځاني اومالي زیانونه تر شاه  پریږدي.