د فلسطین د شهید شویو کسانو بشپړه فهرست خپور شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د هر شهید شوي کس فهرست خپور کړ.
د فلسطین د روغتیا وزارت د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې په غزې تړانګه کښې د جنګ له پیلیدا راهسې هلته د هر شهید شوي کس فهرست خپور کړ چې پکښې د هر شهید شوي کس نوم ، عمر ، جنسیت او هویت اعلان شوی.
د اسرائیلو ظالم رژیم تراوسه د فلسطین اته پنځوس زره او درې سوه اتیا بې ګناه خلک شهیدان کړي چې پکښې نهه سوه درې پنځوس کسان له یوه کال څخه د کم عمر ماشومان هم تر سترګو کیږي.
بل خبر چې اسرائیلو نن سهار هم اتلس نور بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړل چې دیارلس یې په غزې تړانګه کښې وو.
دغه راز په غزې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې نن ناوخته به غزې ته درمل او واکسینونه چې په ټرکونو کښې بار دي ورسیږي.
دغه راز د اسرائیلو رژيم پوځ وویل چې په غزې تړانګه کښې په جنګ کښې د دغه رژیم دوه پوځیان سخت ژوبل شوي دي.
بل خبر دا چې د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي استیو ویټکاف وویل چې په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره خبرې ښې پرمخ روانې دي.