پاکستان د منځني ختیځ لپاره د چین په څلورو مادو مشتمل د سولې د پلان ملاتړ کوي
د پاکستان لومړي وزیر چې چین ته په سفر تللی،وویل، له چین سره د سټراټیژیکو همکاریو لا پیاوړتیا د اسلامآباد د بهرني سیاست بنسټیز اصل دی او پاکستان د منځني ختیځ لپاره د چین د ولسمشر د څلور مادهییز سوله اېز پلان ملاتړ کوي.
د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان د لومړي وزیرشهباز شریف دفتر د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د شهباز شریف او د چین د ولسمشر شي جین پینګ د لیدنې رسمي اعلامیه خپره کړه.
په دغې لیدنې کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار او د پاکستان د پوځ قومندان فیلډ مارشال سید عاصم منیر هم شتون درلود.
په اعلامیې کې راغلي: د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې له چین سره د هر اړخیزو ستراتیژیکو ملګرتیاؤ پراخول د پاکستان د بهرني سیاست اساسي ستنې ده.
هغه وویل، د دواړو هېوادونو ټینګې دوستئ په بدلېدونکي سیمهییز او نړیوال چاپېریال کې لا زیات سټراټیژیک اهمیت پیدا کړی دی.
شهباز شریف د چین د اساسي ګټو، په ځانګړي ډول د “ متحد چین” د اصل، په اړه د پاکستان پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او د پاکستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي پراختیا او اقتصادي ثبات په برخې کې ئې د چین له دوامداره ملاتړ مننه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر د اسلامآباد د سیمهییزو سولېزو هڅو په ملاتړ کې د چین له دریځه د مننې ترڅنګ وویل چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ څلور مادهییز وړاندیز د سیمهییزې سولې لپاره په پراخه کچه ستایل شوی دی.
هغه زیاته کړه: د پاکستان او چین دوستي د اوسني ترینګلي وضعیت په منځ کې د سیمې او تر هغې هاخوا د ثبات یو مهم عامل ګرځېدلی دی.