د آيرلینډ د فټبال کوچ؛د اسرائيلي رژيم په وړاندې په فټ بالي جنګ کې باید بریالی شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i173490-د_آيرلینډ_د_فټبال_کوچ_د_اسرائيلي_رژيم_په_وړاندې_په_فټ_بالي_جنګ_کې_باید_بریالی_شو
پارس‌ټوډی- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې  باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید  بریالی شو.
(last modified 2026-05-28T09:39:55+00:00 )
May 28, 2026 14:07 Asia/Kabul
  • د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکی یا کوچ هیمپرهالګریمسن
    د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکی یا کوچ هیمپرهالګریمسن

پارس‌ټوډی- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې  باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید  بریالی شو.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی،  د ایرلینډ د فټ پال ملی لوبډلې کوچ  یا روزونکي هیمپرهلګریمسن  د اروپائي ملتونو  د فټ بال په لیګ کې د اسرائيلي رژيم له فټ بال ټیم سره  د سیالۍ په درشل کې ، له  خپلو لوبغاړو غوښتي سیاسی جنجالونو ته  د فټبال د لوبو په ګراؤنډ کې په بریالیتوب سره ترټولو ښه ځواب ورکړئ.

د ایرلینډ د فټبال فیډریشن تیر کال یو پلان تصویب ک ړی چې په هغه کې  د اروپا  د فټبال ټولنې څخه غوښتل شوي وو چې اسرائيلي رژيم دې سملاسی  له نړیوالو سیالیو محرومه کړي، خو دغه غوښته د اروپائي فټبال باندې  د  حاکم  اورګان له خوا   له ملاتړه برخمنه  نه شوه . هیمییر هلګریمسن  د تیر کال په اکتوبر  کې یو هغه کس ؤ چې  د فټبال له نړیوالو سیالیو ئې  د  اسرائيلی رژيم د محرومولو غوښته کړې وه .

 له دې مخکې ترکیې  او اسپانیا هم په ټولو سپورټي سیالیو کې د اسرائيلي رژيم  د ګډون د مخنیوی غوښته کړې وه، همداراز  په لسګونو لوبغاړي  د بشری حقوقو له ډلو سره یو ځاي شوي او د اروپا د فټبال ټولنې (یوفا)څخه ئې غوښتي  د فلسطینیانو د حقوقو  د خلاف ورزئ په دلیل  دې  په دغې اتحادئې کې د اسرائيلي رژيم غړیتوب وځنډوي.

 په دغو لوبغاړو کې د حکیم زیاش، پائول پوګیا او آدما ترائوره  نومونه په اوڅاره توګه لیدل کیږي.