په امریکا کې د سونګو او انرژئ بازار د ځوړتیا له خطرې سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i173662-په_امریکا_کې_د_سونګو_او_انرژئ_بازار_د_ځوړتیا_له_خطرې_سره_مخ_دی
پارس ټوډې – د اوړي د سفرونو له موسم سره هم‌مهاله او په امریکا کې د پيټرولو  د زېرمو د پرله‌پسې کمېدو په شرایطو کې، د امریکا د انرژۍ ادارې معلومات ښئي چې که دا وضعیت دوام وکړي،نو  ۲۰۲۶ کال به د دغه هېواد په تاریخ کې د پيټرولو د زېرمو د دوامدار کمښت تر ټولو اوږد پړاؤ ثبت کړي.
(last modified 2026-06-02T00:43:30+00:00 )
Jun 02, 2026 05:10 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د سونګو او انرژئ بازار د ځوړتیا له خطرې سره مخ دی

پارس ټوډې – د اوړي د سفرونو له موسم سره هم‌مهاله او په امریکا کې د پيټرولو  د زېرمو د پرله‌پسې کمېدو په شرایطو کې، د امریکا د انرژۍ ادارې معلومات ښئي چې که دا وضعیت دوام وکړي،نو  ۲۰۲۶ کال به د دغه هېواد په تاریخ کې د پيټرولو د زېرمو د دوامدار کمښت تر ټولو اوږد پړاؤ ثبت کړي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د امریکا د انرژۍ د معلوماتو د  ادارې (EIA) شمېرې ښئي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب له ۹  (د فبرورۍ له ۲۸ ) راهیسې د ایران پر ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو  له پیل وروسته، د پيټرولو  بَیې ۵۰ فیصده لوړې شوې او د تېرو څلورو کلونو ریکارډ یې مات کړی دی.

د راپور له مخې، اوس مهال په امریکا کې د هر ګیلن پيټرولو  بَیه کابو  ۴٫۳۳ ډالره ده. خو د پيټرولو  د زېرمو له ۱۵  اوونیو پرله‌پسې کمېدو وروسته، چې دغه زېرمې ئې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د کال په همدې وخت  کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې دي، اټکل کېږي چې بیَې به بیا هم لوړې شي.

ګارډین خپرونې لیکلي دي؛  ایران باید کمزوری ونه ګڼل شي

په عین حال کې د برتانیا ورځپاڼې ګارډین سیاسي خبریال رابرټ ټیټ په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي؛ ایران داسې سیال دی چې باید هېڅکله کمزوری  ونه ګڼل شي.

همدارنګه برتانوي ژورنالیست ډیویډ هرسټ په مېډل ایسټ  اې کې په خپلې مقالې کې لیکلي چې ایران برلاسی موندلی او امریکا او اسرائیل د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.