په امریکا کې د بېوزلۍ پراختیا؛د وینې د پلازما له پلورلو د ماشومانو د خوړو د مرستو تر غوڅيداپورې
-
په امریکا کې بې وځلي
پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې په امریکا کې د بې وزلۍ د پراخېدو او د دغه هېواد د خلکو ترمنځ د ټولنیز واټن د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
پارس ټوډې د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړی،د نیویارک ټایمز ورځپاڼې امریکائي لیکوال نیکولاس کریسټوفر په خپل راپور کې لیکلي چې میلیونونو امریکائي وګړي په داسې سختو شرایطو کې ژوند کوي چې ډېری خلک ترې خبر نه دي؛ داسې شرایط چې د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو د کمېدو او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو له امله ورځ تر بلې سختېږي.
دغه امریکائي لیکوال د اوکلاهاما، ارکنساس، تېنېسي او کینټاکي ایالتونو د میداني څېړنې پر بنسټ ټینګار کړی چې په امریکا کې بې وزلي نور یوازې د عاید د کمښت معنا نه لري، بلکې په یوې میراثي ښکارندې بدله شوې چې له یوه نسل څخه بل نسل ته منتقلیږي. د هغه په وینا، دا حالت د نفسیانتي زیانونو د ټولېدو او د ټولنیزو ملاتړو چینلونو د کمزورۍ پایله ده.
په دغې مقالې کې د اوکلاهاما ښار د ټرینیټي ګوډمن په نوم د ۴۴ کلنې ښځې حالت ته اشاره شوې، چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اوونۍ کې دوه ځله د خپلې وینې پلازما پلوري. نوموړې د خوړو د برابرولو لپاره پر حکومتي مرستو متکي ده او وائي چې په خپل ټول عمر کې ئې هېڅکله دومره پیسې نه دي لرلې چې د وېښتانو د جوړولو سالون ته ولاړه شي.
د نیویارک ټایمز په مقالې کې ټینګار شوی چې دغه وضعیت په امریکا کې د خلکو ترمنځ د واټن د پراخېدو څرګندونه کوي. په داسې حال کې چې یوه ډله سترې شتمنۍ ترلاسه کوي، بله ډله آن د خپل ژوند د تر ټولو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس هم نه لري.
په راپور کې راغلي چې د دې وضعیت د سترې برخې مسؤلیت د ډونالډ ټرمپ پر حکومت ور اوړي، ځکه د خوراکي مرستو، روغتیائي خدمتونو او د نفسیاتي روغتیا د بودجې کمېدو پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو دباؤنه زیات کړي دي. پر دې ټولو سربېره، د خوراکي توکو او سونګو د بَیو لوړېدا هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.
د راپور له مخې، تېر کال شاوخوا ۱.۵ میلیونه ماشومان په امریکا کې د خوړو له مرستو بېبرخې شوي او همدارنګه میلیونونه امریکایانو د دولتي ملاتړ د کمېدو له امله خپل روغتیائي بیمه هم له لاسه ورکړې ده.
په دې راپور کې د ارکنساس ایالت د پاین بلاف ښار د اوسېدونکو له قوله ویل شوي چې نننی اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله لا خراب شوی، ځکه د ژوند لګښتونه لوړ شوي او عامه خدمتونه کم شوي دي.
راپور زیاتوي چې د امریکا د دواړو ګوندونو د سیاستوالو بېپامي د ټولنې د تر ټولو زیانمنو پرګنو ستونزو ته، په امریکا کې د ټولنیز واټن او نابرابرۍ د لا پراخېدو خطر زیاتوي.