ځلانده یون ( ۱۶) د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې مقاومتي اقتصاد
.ډېرو درنو لوستونکو! بندیزونه د هېواد د اقتصادي او علمي ظرفیتونو د محدودولو په موخه لګېږي، خو تجربې ښودلې چې پر کورنیو وړتیاوو تکیه کولای شي د دغو فشارونو یوه برخه د ودې او پر ځان د بسیا کېدو پر فرصت بدله کړي.
د «د ملي یووالي او ملي امنیت تر سیوري لاندې مقاومتي اقتصاد» د خپرونې په دې برخه کې د کرنې، علم او ټکنالوژۍ، بشري ځواک او تولید په برخو کې د ایران ظرفیتونو ته کتنه کوو او د مقاومتي اقتصاد په پیاوړتیا کې د ملي یووالي، پر ځان باور، پوهانواو ځوانانو د ونډې ارزونه کوو.
په دې مطلب کې غواړو د دښمن د بندیزونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ستر ظرفیتونه در وپېژنو.
د ایران اسلامي جمهوریت په جغرافیایي، اقتصادي، سوداګریزو، کرنیزو، طبیعي سرچینو، خدماتي برخو او د ماهرو او لوستو بشري ځواک په برخه کې له ډېرو پراخو ظرفیتونو برخمن دی.
مقاومتي اقتصاد د اقتصادي ریاضت په معنا نه دی؛ بلکې معنا یې د دغو ظرفیتونو کارول دي، څو د خلکو اړتیاوې پوره، بندیزونه خنثی او له هغو مخکې مزل وکړو او په ټولو اقتصادي او علمي برخو کې د ودې او پرمختګ پر لور حرکت وکړو.
د څلور فصلونو د اقلیمي شرایطو شتون او د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت جغرافیایي موقعیت، د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو او صادراتو لپاره مناسب بستر برابر کړی دی.
کرنیز سکتور په اقتصاد او غذایي امنیت کې ځانګړی ځای لري. د اقتصادي پراختیا له نظره، کرنیز سکتور د هېواد د ودې او پراختیا په بهیر کې مهمې او اساسي دندې پر غاړه لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري وړاندې شوې وروستۍ شمېرې ښيي چې ایران په نړۍ کې د کرنیزو او باغي محصولاتو له سترو تولیدوونکو څخه دی.
ایران په نړۍ کې د پستې لومړی او د خرما دویم ستر تولیدوونکی دی. د کرنې دغه لوړ ظرفیت، د خلکو د ډېرو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، که د بستهبندۍ صنعت او مناسب بازارموندنه تنظیم شي، د ایران اسلامي جمهوریت لپاره د بهرنیو اسعارو د پام وړ عایداتي سرچینه هم کېدای شي.
د وروستیو راپورونو پر بنسټ، د ایران د هېواد د نانو ملي ادارې مشر اعلان کړی چې اسلامي ایران د نانو ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ څلورم مقام ته لوړ شوی او اوس د نړۍ له هغو څلورو هېوادونو څخه دی چې په نړیواله کچه د نانو معیارونه ټاکي.
همدارنګه، ایراني ساینسپوهانو په نانو برخه کې د ایران د ثبت شوو اختراعاتو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۲۶۰ اختراعاتو ته رسولی چې د نړۍ د ثبت شوو اختراعاتو ۲۴ سلنه جوړوي.
د ایراني ځوانو پوهانو له لوري د پرمختللو پوځي تجهیزاتو جوړول هم له هېچا پټ نه دي. البته، اسلامي ایران څو ځله اعلان کړی چې د پرمختللو پوځي تجهیزاتو د جوړولو موخه یې له هېواد څخه دفاع او په سیمه کې د ثبات او امنیت د کچې لوړول دي او ایران به د هېڅ جګړې پیل کوونکی نه وي.
د «امید» سپوږمکۍ جوړول او فضا ته یې استول، د جنیټیکي شبیهسازۍ د پوهې ترلاسه کول، د بنسټیزو حجرو د پوهې ترلاسه کول او له هغې څخه استفاده، د نویو زېږېدلو ماشومانو د نامهدانې د وینې په بانک کې ساتل، د پرمختللو پوځي تجهیزاتو جوړول، په ځانګړي ډول د پام وړ واټن ویشتونکو ځمکنیو او سمندري دقیقویشتونکو توغندیو جوړول؛ د ډیزلي سونتوکو د ټکنالوژۍ ترلاسه کول او ترې استفاده، اټومي انرژۍ او اټومي سونتوکو ته لاسرسی، د بدن د غړو، په ځانګړي ډول د زړه بریالي پیوندونه، او د نانو ټکنالوژۍ ترلاسه کول، په نړۍ کې د ایران علمي مقام لوړ کړی دی.
په ډېرو هغو علمي برخو کې چې یادې شوې، ایران د نړۍ د لسو مخکښو هېوادونو په کتار کې دی. دغه علمي او ټکنالوژیکې لاسته راوړنې ښيي چې د پوهانو، متخصصانو او ډاکټرانو په هڅو ایران د لوړو لاسته راوړنو او پرمختګ پر لاره په ښه توګه روان دی.
فلج کوونکو بندیزونو، ونه شو کولای د ایرانیانو هوډ او هڅې کمزورې کړي؛ بلکې د خلکو په زړونو کې یې د هیلې او پرمختګ روحیه ژوندۍ کړې ده.
اوس ایران په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د نانو ټکنالوژۍ او د هغې د کارونې په برخو کې ــ لکه صنعت، روغتیا او بېلابېلو علومو، د هوا ــ فضا او دفاعي برخو ــ د ویاړ وړ پرمختګونه کړي دي.
په روغتیايي برخه کې د نانو ټکنالوژۍ رول په ځانګړي ډول د کرونا ناروغۍ د خپرېدو پر مهال لا ډېر څرګند شو. د دې ټکنالوژۍ په مرسته اسلامي ایران وتوانېد چې خپلې روغتیايي اړتیاوې، له ماسکونو او وېنټیلیټرونو نیولې تر نورو توکو پورې، په کور دننه برابرې پوره او د کرونا واکسین د ایراني ساینسپوهانو په لاس جوړ کړي.ایران په اوسني علمي او ټکنالوژیک مقام کې داسې مهال رسېدلی چې دغه هېواد په تېرو څو لسیزو کې له بهرنیو بندیزونو او پراخو محدودیتونو سره مخ و.
سره له دغو فشارونو، د بشري، علمي، صنعتي او ټکنالوژیکو ظرفیتونو شتون او پر کورنیو وړتیاوو تکیې، د هېواد په ډېرو ستراتیژیکو برخو کې د پرمختګ زمینه برابره کړې ده.
له همدې امله، د ایران د پرمختګ د مسیر د لا ښه درک لپاره باید په دې بهیر کې د بندیزونو او بهرنیو فشارونو رول هم په پام کې ونیول شي؛ هغه بندیزونه چې د هېواد سرچینو، ټکنالوژۍ او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په محدودولو سره یې د کورنیو وړتیاوو د پیاوړتیا او پر ځان د بسیا کېدو پر لور د حرکت اړتیا تر بل هر وخت ډېره روښانه کړې ده. خو له دې سره سره، د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې چې له فشارونو او بندیزونو څخه د ایران د وتلو تر ټولو مهم عامل ملي یووالی او د ملت داخلي ټینګښت دی.
هر کله چې د هېواد خلک، چارواکي، پوهان او ځوانان د ګډو ملي موخو پر محور د یو بل ترڅنګ درېدلي، بهرنیو فشارونو نه یوازې دا چې هېواد نه دی درولی، بلکې د کورنیو ظرفیتونو د غوړېدو پر یوه عامل بدل شوي دي.
بندیزونه په حقیقت کې د ملي همبستګۍ د کچې د سنجولو لپاره یوه ازموینه وه او د ایران ملت څو ځله ښودلې چې په سختو شرایطو کې د همکارۍ، پر ځان باور او پر کورنیو وړتیاوو د باور له روحیې سره کولای شي د پرمختګ لاره ومومي.
له بلې خوا، ملي امنیت هم له همدې یووالي او همغږۍ سره مستقیمه اړیکه لري. د بندیزونو له اصلي موخو څخه یوه د عامه نارضایتۍ رامنځته کول، د ټولنیز باور کمزوري کول او د هېواد ثبات ته زیان رسول دي. خو کله چې یوه ټولنه له ټولنیزې پانګې، هیلې او یووالي برخمنه وي، دغه فشارونه به لږ اغېز ولري. ملي امنیت یوازې د پوځي وسایلو له لارې نه تأمینېږي؛ بلکې اقتصادي، علمي او ټولنیز امنیت هم د هغه له اساسي بنسټونو څخه شمېرل کېږي. هر څومره چې یو هېواد وکولای شي خپلې ستراتیژیکې اړتیاوې پر خپلو کورنیو وړتیاوو د تکیې له لارې پوره کړي، په هماغه کچه به لا ډېر امنیت او ځواک ولري.
په همدې چوکاټ کې، د دښمنانو لخوا د لګېدلو بندیزونو، که څه هم په ځینو اقتصادي او پانګیزو برخو کې محدودیتونه رامنځته کړي، خو په ډېرو مواردو کې یې په ایران کې د کورنیو وړتیاوو د پیاوړتیا، د ټکنالوژۍ د پراختیا او د ملي استعدادونو د غوړېدو لپاره انګېزه هم رامنځته کړې ده.
د ایران په علمي، ټکنالوژیکو، صنعتي، طبي، دفاعي او اټومي برخو کې د پام وړ پرمختګونه د هغو ظرفیتونو بېلګه ده چې پر کورنیو وړتیاوو د باور او د هېواد د متخصصو ځوانانو د هڅو تر سیوري لاندې رامنځته شوي دي. دغه لاسته راوړنې ښيي چې د ایران ملت توانېدلی چې ډېر محدودیتونه پر فرصتونو بدل کړي. په دې منځ کې د پوهانو، ساینسپوهانو او ځوانو متشبثینو ونډه ډېره مهمه ده. هغوی د نوښت، ابتکار او علمي هڅو له لارې د ستونزو د حل او د بهرنۍ تکیا د کمولو لپاره نوې لارې موندلې او ښودلې یې ده چې د هېواد پرمختګ تر هر څه ډېر پر بشري پانګه ولاړ دی.
په علمي، صنعتي او اقتصادي برخو کې د ځوانانو فعال حضور، د ملي وړتیاوو د پیاوړتیا ترڅنګ، ټولنیزه هیله هم زیاته کړې او د ملي یووالي په ټینګښت کې یې مرسته کړې ده.
په همدې ځای کې مناسبه ده چې یادونه وکړو، له بندیزونو سره مقابله یوازې د لنډمهالو او مقطعي اقداماتو له لارې نه شي کېدای؛ بلکې هر هېواد د یوې ستراتیژیکې، اوږدمهالې او د خپلو داخلي ظرفیتونو پر بنسټ لیدلوري ته اړتیا لري. پر پوهه تکیه، د کورني تولید ملاتړ، پوه ځوانانو ته د فعالیت زمینه برابرول، د پرمختللو ټکنالوژیو پراختیا او د خلکو او چارواکو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، له بهرنیو فشارونو څخه د وتلو تر ټولو مهمې وسیلې بلل کېږي.
په پای کې، د ایران تجربې ښودلې چې هر کله ملي یووالی پیاوړی شوی او ملي امنیت پر عامه باور، پر ځان باور او د خلکو پر ګډون ولاړ پاتې شوی، ګواښونه پر فرصتونو بدل شوي دي. دغه ډول لیدلوری د یوه پیاوړي او خپلواک اقتصاد د رامنځته کېدو زمینه برابروي؛ داسې اقتصاد چې پر کورنیو ظرفیتونو د تکیې، له پوهې او ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې او د خلکو د فعال حضور له لارې د فشارونو او بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي.
همدا هغه مسیر دی چې د مقاومتي اقتصاد د تحقق او د ملي اقتدار د زیاتېدو لامل کېږي.
د ایران انقلابي پوه ځوانانو د خپل شهید رهبر، آیتالله سید علي خامنهاي، تر لارښوونې لاندې ښودلې ده چې نه یوازې له بندیزونو نه وېرېږي، بلکې د هېواد د پیاوړي کولو له لارې هڅه کوي د بندیزونو خنډ مات او له هغه تېر شي.
شهید رهبر، آیتالله خامنهاي، په دې اړه ټینګار کړی و:
«بندیزونه په یقیني توګه د حل وړ دي، خو د هغوی درملنه شاتګ نه دی. د بندیزونو د درملنې یوازینۍ لار پر ملي وړتیاوو تکیه کول دي. باید هره هغه وړتیا چې لرو، وساتو، د نویو وړتیاوو د موندلو هڅه وکړو ــ یقیناً زموږ وړتیاوې ډېرې دي ــ پر هغو تکیه وکړو او بیا یې راژوندۍ کړو، خپل ځوانان ډګر ته راولو او د مقاومتي اقتصاد بنسټونه ــ یعنې له دننه د اقتصاد پیاوړتیا او له بهر سره اقتصادي تعامل ــ تعقیب کړو.»
دغه لیدلوری موږ د ۱۴۰۵ کال لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د پیغام او شعار پر لور بیایي؛ هغه شعار چې د تولید پر پیاوړتیا او د کورنیو ظرفیتونو پر فعالولو ټینګار کوي.
هغه څه چې کولای شي هر هېواد د فشارونو او بندیزونو پر وړاندې مقاوم کړي، د محدودیتونو د لرې کېدو انتظار نه، بلکې ځوانانو ته د فعالیت زمینه برابرول، د کورنیو تولیدوونکو ملاتړ، له علمي او ټکنالوژیکو ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل او د پوهې او نظریو بدلول په محصول او شتمنۍ دي. هر څومره چې دغه ظرفیتونه ډېر فعال شي، په بهرنۍ اړتیا تکیا کمېږي او د هېواد د درېدو او پرمختګ وړتیا یې زیاتېږي.
نو ویلای شو چې له بندیزونو څخه د وتلو لاره د هرې خاورې له داخلي ظرفیتونو څخه تېرېږي؛ له هغو ځوانانو څخه چې پوهه او انګېزه لري، له هغو پوهانو څخه چې نوې لارې رامنځته کوي او له هغو تولیدوونکو څخه چې د هېواد د اقتصاد څرخونه په حرکت راولي.
که دغه ظرفیتونه په سمه توګه وپېژندل شي او ملاتړ یې وشي، بندیزونه نه شي کولای د هېڅ ملت د پرمختګ پر وړاندې خنډ شي؛ بلکې د کورنیو وړتیاوو په تکیه کولای شو له هغو هم تېر شو او د پرمختګ او لوړو لاسته راوړنو مسیر په ځواک سره دوام ورکړو.
په دې توګه، ایران هم د پرمختګ لپاره تر هر څه وړاندې پر ځان باور، د کورنیو ظرفیتونو فعالولو او ایراني وړتیاوو ته د ډګر ورکولو اړتیا لري؛ ځکه د هېواد راتلونکی باید د همدې خاورې د پیاوړو او وړ اولادونو په لاسونو جوړ شي.
*****
خوږو لوستونکو! د ځلانده یون د لړۍ د شپاړسم مطلب برخه همدومره وه، ښه وختونه