ما ته غوږ شۍ (۱۸) په عراق کښې د امریکا جنایتونه او ظلمونه دوهمه برخه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پانې قدرمنو لوستونکو په نني پروګرام کښې به په عراق کښې د امریکا لخوا د ترسره شویو جنایتونو په اړه تاسو ته نور ډیر معلومات درکړو
د عراق د خلکو د کړاونو روایت؛ داسې خلک چې د امریکا د جنګ، د پوځي نیواک او پراخو لاسوهنو په سیوري کښې یې د خپلو خپلوانو د مړینې، د کډوالۍ، د ناامنۍ او د نشتون تریخ خوند وڅاکه او د هغو سختو کلونو زخمونه اوس هم د عراق د خلکو په ژوند او ډله ئیزې حافظې باندې پاتې دي.
د عراق په اوسمهاله تاریخ کښې داسې کم پړاو لیدلای شو چې د دغه هیواد خلک د جنګ، د ناامنۍ او د خارجي قدرتونو له لاسوهنو څخه په امان کښې پاتې وي.
خو د دغو ټولو پیښو په مینځ کښې د امریکا شتون او پوځي لاسوهنې او په تیره بیا د دوه زره دریم میلادي کال له برید څخه وروسته د امریکا لاسوهنې د عراق په اوسمهاله تاریخ کښې یوه مهمه پیښه ګڼل کیږي.
داسې پیښه چې نه یوازې د دغه هیواد سیاسي او امنیتي کړچار یې بدل کړ بلکې د عراق د میلیونونو خلکو ژوند یې تر اغیز لاندې وروست او امریکا، عراق ته پوځي ورننوتل د امنیت د ساتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې ، ازادۍ او د ډیموکراسۍ د رامینځته کولو په ژمنې سره توجیه کړل.
خو د هغو خلکو لپاره چې په واټونو، کورونو او ښارونو کښې د چاودنو له غږونو، پوځي عملیاتو او ناامنۍ سره مخامخ وو پوچ شعارونه مهم نه وو، هغه څه چې اهمیت یې درلود داسې واقعیت و چې هره ورځ یې ورسره ژوند کاوه.
د ویرې، د فقدان او د بې ثباتۍ حقیقت.
د عراق د پخوانیو جوړښتونو په دړې وړې کیدا سره عراق د سیاسي او د امنیتي ګډوډۍ له پړاونو سره مخامخ شو.
د فرقه اي ډلو پراخیدا، د وسله والو ډلو رامینځته کیدا، ترهګرو عملیاتو او داخلي جنګونو د عراق د خلکو ژوند بدل کړ.
په دې مینځ ومان کښې کورنیو خپل ډیر خپلوان له لاسه ورکړل، میلیونونو خلک د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شول او د عراق ډیرو مهمو بیخ بنایانو ته تاوانونه ورسیدل.
خو د عراق د خلکو کړاو یوازې د کلونو کلونو بمباریو او جنګونو ته نه محدودیږي.
د جنګونو او د بهرنیو لاسوهنو پایلو د اصلي پوځي عملیاتو له ختمیدا وروسته هم د خلکو په ژوند باندې دوام وکړ.
له ناامنۍ او اقتصادي مشکلاتو رانیولي تر رواني او ټولنیزو تاوانونو پورې.
د عراق د ماشومانو او د زلمیو نسل په داسې شرایطو کښې رالوی شو چې جنګ، تاوتریخوالی او د راتلونکې په هکله اندیښنه د هغوې د ورځنیزې تجربې برخه وه.
د قدرتونو په رسمي روایت کښې جنګ ممکن دی په یوې فیصلې سره پیل شي او د عملیاتو د ختمیدا په اعلان سره پاې ته ورسیږي.
خو د هغو خلکو لپاره چې د جنګ قربانیان دي د جنګ د وخت او له جنګ څخه د وروسته وخت ترمینځ روښانه سرحد نشته.
د وژل شویو خپلوانو خاطره، وران شوي کورونه، د کدوالۍ کلونه او د تاوتریخوالي له بیرته ستنیدا څخه ویره د تل لپاره د یوې ټولنې په حافظې کښې پاتې کیږي.
ماته غوږ شئ د پروګرام په دغه برخه کښې غواړو له بیلابیلو زاویو څخه په عراق کښې د امریکا شتون او لاسوهنو ته کتنه وکړو.
د خلکو د ژوند له دریڅې څخه چې په ټول وجود سره یې د دغو لاسوهنو پایلې تجربه کړې.
قدرمنو دوستانو، په نني پروګرام کښې یوځل بیا د عراق په لور ورځو؛ داسې هیواد چې کلونه کلونه، له جنګ ، له نیواک، ناامنۍ او د امریکا له بهرنیو لاسوهنو سره مخامخ و او دی.
دا ځل غواړو د عراق د هغو خلکو حال واخلو او په عراق کښې د امریکا د پوځي لاسوهنو له اوږدو کلونو څخه لاس ته راغلي تجربې بیان کړو.
داسي خلک چي جنګ یې د تاریخ په پاڼو کښې نه بلکې په کورونو، واټونو او خپل ورځنیز ژوند کښې تجربه کړ نو له مونږ سره وسئ.
خو د نن ورځې روایت د عراق د شپږ پنځوس کلن سړي صالح له خولې اورو.
صالح وايي:
کله مو چې د عراق د خلکو له مړیو سره د امریکا د پوځیانو د کړچار په هکله خپاره شوي انځورونه ولیدل واقعا نه پوهیدم باید څه ووایم.
دغه عکسونه د دوه زره څلورم میلادي کال او د عراق فلوجه ښار ته اړونده وو او هغه څه چې په دغو انځورونو کښې لیدل کیږي د هر انسان لپاره لړزونکي وو.
په یوه تصویر کښې د امریکا یو پوځي د عراق د یاغیانو د مړیو په څنګ کښې لیدل کیږي چې پیټرولو ته ورته یو مایع شی یې د هغوې په مړیو باندې شیند.
په نورو انځورونو کښې هم په اور کښې ځینې مړي لیدل کیدل.
ځینې انځورونه دومره بوږنونکي و چې وویل شو د هغو د خپریدا امکان نشته.»
صالحي زیاتوي:
وروسته راپورونه ورکړل شول چې د ټي ایم زیډ په نوم یوې ویب پاڼې دغه تصویرونه لاس ته راوړي دي او هغه یې د غور لپاره د امریکا جنګ وزارت ته ورکړي دي.
وویل شو د امریکا ځانګړیو ځواکونو چې په لویدیځې اسیا سیمه کښې د پوځي عملیاتو مسوول وو په دغو انځورونو باندې غور کړی دی.
په راپورونو کښې راغلي وو په دوې کښې ځینې نور عکسونه هم شته؛ هغه تصویر چې ویل کیږي سپي یو مړی خوړلی دی.
دغه راز وویل شو په دغو تصویرونو کښې د عراق د کابو لسو عسکرو مړي هم لیدل کیږی او په دوې کښې ځینې مړي په حشراتو سره پوښل شوي وو.»
د عراق شپږپنځوس کلن ښاریز صالح چې خپل خپګان یې پټوه وايي:
زما لپاره مسله یوازې د څو ویرونکو تصویرونو لیدل نه وو.
مسله دا وه چې دغو تصویرونو ښودل د جنګ په فضا کښې حتی د هغو انسانانو مړي چې وژل شوي دي هم ممکنه ده له بې احترامۍ سره مخامخ شي.
کله چې د امریکا د جنګ وزارت پینټاګان وویل د واشنګټن پوځیانو په دغو عکسونو کښې اخلاقي مسائیل نه دي رعایت کړي دغه خبر زمونږ لپاره یوازې یوه پوځي خلاف ورزۍ نه وه؛ ځکه چې په دغو مړیو کښې هر یو مړی له هغو انسانو سره اړه لرله چې کورنۍ یې لرله او خپلوان یې د بیرته ستنیدا په انتظار وو.
هغه څه چې له هر شي زیات یې زما ذهن بوخت ساته دا وو چې کوم ډول جنګ کولای شي د اخلاقو او د انسانیت سرحد تر دې اندازه ځاې پرځاې کړي.
مونږ په عراق کښې کلونه کلونه سختیانې زغملي دي، خو د دا دول انځورونو لیدل ښودنه کوله چې د جنګ کړاو یوازې د انسانانو د وژل کیدا په شیبې سره نه ختمیږي.
حتی له مړینې وروسته هم ممکنه ده د یوه انسان په کرامت باندې سترګې پټې کړې شي.»
د عراق دغه ښاریز صالح وايي:
دغه عکسونه زما لپاره د دغه حقیقت یادونه کوله چې جنګ یوازې د وژل شویو کسانو شمیر او د پوځي عملیاتو راپور نه دی.
د هر یوه مړي شاته ، یو انسان شته؛ له کورنۍ سره یو انسان، خاطرات او ژوند چې نور یې دوام نه دی پیدا کړی.
شاید هغه کسان چې له لیرې څخه د جنګ په هکله فیصله کوي، وکولای شي هغه د شمیرنو او د راپورونو په چوکاټ کښې وویني؛ خو د عراق د خلکو لپاره د دغو شمیرنو شاته د یوه انسان څیره او د یوې کورنۍ قیصه پرته ده.»
دا ډول روایتونه ، د هغه څه متفاوت تصویر چې کلونه کلونه په عراق کښې د امریکا د پوځي شتون په باره کښې وویل شو، زمونږ مخ ته کیږدوي؛ داسې انځور چې پکښې د عراق عادي خلکو ډیر لګښت ورکړ.
له بمباریو او پوځي جنګونو رانیولي تر کډوالۍ، نیول کیدا، شکنجه کیدا او له وژل شویو کسانو سره تر غیر انساني کړچارونو پورې، د ترخو پیښو د تولګې په توګه د عراق د خلکو په حافظې کښې پاتې دي؛ داسې پیښې چې نشو کولای هغه یوازې د شمیرنو او د پوځي راپورونو په چوکاټ کښې رالنډې کړو.
هغه څه چې په عراق کښې رامینځته شول، یوازې د یو پوځي عملیاتو بدلون نه و؛بلکې داسې پراخه لاسوهنه وه چې اغیزونه یې د خلکو په ژوند باندې پاتې شول، د امریکا د عسکرو جنایتونه او غیر انساني کړچارونه په هغو موردونو کښې شامل دي چې د هغوې انځورونه او راپورونه خپاره شول او ویې ښودله چې پوځي نیواک کولای شي د جنګ له میدان څخه ورهاخوا پایلې ولري او د یوه هیواد د خلکو په انساني کرامت باندې هم ګوزار وکړي.
د عراق د خلکو لپاره د امریکا د پوځیانو د رسمي شتون پاې ته رسیدل د ټولو کړاونو او د جنګ د خاطرو د ختمیدا په معنا نه وو.
د عراق ډیرې کورنۍ اوس هم د خپلو خپلوانو په نشتون، د تاوتریخوالي له خاطرو، د کډوالۍ له کلونو او د هغه پړاو له ټولنیزو او رواني اغیزونو سره ژوند کوي.
کلونه کلونه کیږي امریکا په پوچو ژمنو او دوکه ورکونکو شعارونو سره د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي؛ داسې لاسوهنې چې سوله او ثبات نه بلکې جنګ، ناامنۍ او بې ثباتۍ یې له ځان سره لرلې ده او د دغو هیوادونو د خلکو لپاره یې له کړاو، تریخوالي، کډوالۍ او کلونه کلونه د سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پایلو له زغملو پرته بله کومه ګټه نه ده لرلې.