Jan 29, 2023 18:33 Asia/Kabul
  • د نړۍ څلورم شتمن په ۴۸ ساعتونو کې څه باندې شل میلیارده ډالر تاوان وکړ

د هندوستان د ګجرات اوسیدونکی شپیته کلن ګوتام اداني چې تېر کال یې د ونډو په بازار کې برخه لس چنده ډیره ثبت شوې وه، له همدې امله د نړۍ څلورم او د اسیا په کچه لومړی شتمن شخص وپېژندل شو،خو تېره اونۍ د یو را پور له خپرېدو وروسته یې په ۴۸ ساعتونو کې څه باندې شل میلیارده ډالر تاوان وکړ او د نړۍ ۷م مقام لرونکی شتمن شخصیت شو.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا په نیویارک کې مېشت د هېندنبورګ په نوم د پانګونې او څيړنې مرکز د آداني د شرکتونو مجموعه "د غټو شرکتونو په تاریخ کې تر ټولو لویه درغلي کونکي" په نوم تورنه کړه .

په دې راپور کې د آداني شرکتونو د مالیو ورکړو په اړه هم نیوکې شوې چې له دغه رپورټ وروسته د ګوتم اډاني شتمني په ۴۸ ساعتونو کې ۲۰.۴ میلیارده ډالره کمه او شتمني یې له ۱۱۹ میلیارد ډالرو څخه ۹۸.۸ میلیارد ډالرو ته را ښکته شوه.

د یادې چارې د ترسره کېدو وروسته نوموړی د نړۍ د تر ټولو شتمن کسانو په نوملړ کې له څلورم مقام څخه ۷م مقام ته ښکته شو.

ټیګونه