May 20, 2021 15:21 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۲۲۹ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۲۲۹  نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر ۷۷ زره ۹۹۴ تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې  ۱۲ زره  ۴۲۸ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  دوه ميلين  ۸ لکه ۴ زره ۶۳۲ تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه دوه ميلينه ۲ لکه ۹۰  زره  ۶۱۳ تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د هېواد د روغتيا ادارې وويل: په هيواد کښې د کوويډ نولس بيمارۍ ۱۸ ميلين،  ۵ لکه  ۵۱ زره او ۶۱  ټېسټونه ترسره شوي دي.

دغې روغتيائي ادارې همدارنګ وويل: تر اوسه دوه ميلين ۳ لکه 66  زره او 895 تنو ته د کورونا وېکسينو وړومبنے ډوز او ۴ لکه ۳۹ زره ۲۹۳ تنو ته هم دويم ډوز وهلے شوے دے چې په ايران کښې وهل شوي وېکسينونه ۲ ملين اته لکه ۶ زره  188 ډوزو ته ورسېدل.

 

ټیګونه