Oct 29, 2022 11:36 Asia/Kabul

د شهیدانو جنازې به  په شاهچراغ کې له  دستورو وروسته  دحضرت امام رضا علیه السلام  دحرم د زیارت لپاره  مشهد ته منتقلې شي  او په امام رضا حرم کې به له ماښام او ماسخوتن لمانځه وروسته  ئې جنازه وشي  او له هماغه ځایه به د ابدي کور په لور یوړل شي.  

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د شیراز پشمول د فارس ولایت په لکونو خلکو د احمد بن موسی شاهچراغ د غمیزې د شهیدانو د جنازو دستورې  د شیراز  له امام حسین چوکه پيل کړي او د حضرت شاهچراغ  دحرم په لور په پرتم سره روان دي  او د شهیدانو په یاد کې ویر او ماتم کوي.

دتیرې چارشنبې په ورځې  ماښام  یوه تکفیری ترهه ګر د شاهچراغ حرم ته په ننوتو سره پر لمونځ ګوزارو اوزیارتوالو ړندې ډزې پيل کړې چې له امله ئې پنځلس کسان شهیدان او کابو ۲۳نور ټپیان شول او دغه  وحشي جنایتکار هم زخمي حالت کې ونیول شو.

په راپور کې وئيل شوي ، دغه دستورې  نن سهار ننه بجې  د فارس د والي ، د ولی فقیه دنماینده ، قضائي ،حکومتي او نظامي چارواکو او د لسګونو زره خلکو په شتون سره پيل شوې او ورو وروو ئې شمیر په زیاتیدا دی  او دغه په لکونو خلک د جنازو په درنښت سره  د شاهچراغ په لور روان دي.

داهم وئيل شوي دي چې نن   ماښام په شاهچراغ حرم کې ددغو شهیدانو په یاد کې د ولی فقیه له خوا دستورې جوړېږي.

داهم وئيل شوي چې د شهیدانو جنازې به  په شاهچراغ کې له  دستورو وروسته  دحضرت امام رضا علیه السلام  دحرم د زیارت لپاره  مشهد ته منتقلې شي  او په امام رضا حرم کې به له ماښام او ماسخوتن لمانځه وروسته  ئې جنازه وشي  او له هماغه ځایه به د ابدي کور په لور یوړل شي.  

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

Image Caption

 

ټیګونه