د هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا مسئله پخپل مینځیو خبروسره حل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123618
په وروستیو اونیو کې یوځل بیا د ایران او اذربایجان  جمهوریت اړیکې تریوه حده تاؤتریخجنې شوې وې، دایران اسلامی جمهوریت  په ضد دآذربایجان جمهوریت د رسمي چارواکو او رسندویو  دایران اوسپاه پاسدارانو په ضد د پروپيګنډو په دوام پسې د تیرې پنجشنبې په ورځې  په تهران کې ددغه هیواد سفیر هم خارجه وزارت ته احضا
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Nov 16, 2022 04:46 Asia/Kabul
  • د هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا مسئله پخپل مینځیو خبروسره حل کیږي

په وروستیو اونیو کې یوځل بیا د ایران او اذربایجان  جمهوریت اړیکې تریوه حده تاؤتریخجنې شوې وې، دایران اسلامی جمهوریت  په ضد دآذربایجان جمهوریت د رسمي چارواکو او رسندویو  دایران اوسپاه پاسدارانو په ضد د پروپيګنډو په دوام پسې د تیرې پنجشنبې په ورځې  په تهران کې ددغه هیواد سفیر هم خارجه وزارت ته احضا

د ایران خارجه وزیر دآذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني خبرو کې په وروستیو شپو ورځو کې پر ځینو مطرح شوو غیر واقعي څرګندونو باندې په خپګان ښودلو سره ، د هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا  او حاکمیّت ته  داحترام  او د دوي په کورنیو چارو کې  نه لاسوهنې ، یو مهم او اساسی اصل وبالۀ.

په وروستیو اونیو کې یوځل بیا د ایران او اذربایجان  جمهوریت اړیکې تریوه حده تاؤتریخجنې شوې وې، دایران اسلامی جمهوریت  په ضد دآذربایجان جمهوریت د رسمي چارواکو او رسندویو  دایران اوسپاه پاسدارانو په ضد د پروپيګنډو په دوام پسې د تیرې پنجشنبې په ورځې  په تهران کې ددغه هیواد سفیر هم خارجه وزارت ته احضار شو.

ایرنا خبری آژانس راپور  ورکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په  دغو ټیلیفوني خبرو کې ډيپلوماټيک او رسمي  خبرې  د ناسمو تفاهماتو او دنظرونو داختلافاتو د ختمولو لپاره ترټولو ښه لاره وبلله او ټينګار ئې وکړ،په رسندویو کې ددغه ډول موضوعګانو مطرح کول نه یوازې  د موضوع له حل سره کومه مرسته نه کوي، بلکې د دښمنانو دناوړې استفادې لپاره زمینه هم هواروي.امیر عبداللهیان  د آذربایجان جمهوریت پشمول له ګاونډیانو سره  د اړیکو پراختیا د اسلامی ایران دبهرنی سیاست یو لومړیتوب وباله او  ددواړو هیوادونو ترمینځ ئې د هراړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ. هغه همداراز د ډيپلوماسۍ د لارو چارو په وسیله  د سیمې د مسئلو دحل لپاره  دیوه چوکاټ په عنوان سره په تهران کط د ۳+۳  په نامې سره  د اسلامي ایران  په نوښتي غونډې کې دکډون لپاره  خپل آذري همڅنګ ته بلنه هم ورکړه.

د آذربایجان جمهوریت  خارجه وزیر جیحون بایراموف هم په دغو  ټیلیفوني خبرو کې په آستانې کې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو وروستیو لیدوکاتو ته په  اشارې سره د تهران  او باکود  چارواکو ترمینځ  تماسونه اوخبرې اترې  مثبتې وارزولې او د ناسمو تفاهمونو د ختمولو او داړیکو د پیاوړتیا لپاره د آذربایجان جمهوریت پر چمتووالی ټينګار وکړ.