په ایران کې؛له ولایت سره د ملت د میثاق اوبصریت ورځ؛ولماځل شوه
ټاکل شوې ده سبا هم د لیندۍ د نهمې نیټې د حماسې دستورې په درست ایران کې د خلکو په میلیوني شتون سره ترسره شي.
د لیندۍ یا جدې دمیاشتې دنهمې حماسي ورځې په درشل کې ، په درست ایران کې ؛له ولایت سره د ملت د میثاق او بصیرت ورځ؛ ددرنښت دستورې ترسره شوې .
د ۱۳۸۸لمریز کال د لیندۍ د میاشتې نهمه نیټه،هغو فتنه ګرو عناصرو ته دپریکنده ځواب او دټولنې له جوړښت ماتونکو څخه د برائت په اعلان کې د ایران د ولس د میلیوني لاریون یادونه کوي،چې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ په پلمه بې لارې شوي وو.
د لیندۍ میاشتې د نهمې نیټې حماسه،د هغه ولسی بصیرت،خپلواکۍ اوعزت نښه ده چې د اسلام د اصولو او د اسلامی انقلاب د آرمانونو د ساتلو لپاره د ژوند ترقربانولو پورې کلک ودرید او په لوړ غږ سره ئې اعلان وکړ، که دښمن ددوی د دین په وړاندې ودریږي،نو د هغوي ددرستې دنیا په وړاندې به ودریږو.
په همدې مناسبت او د ایران پریس خبری آژانس د راپور په اساس، د لیندۍ د نهمې د رارسیدا په درشل کې په درست ایران کې د د ولس دمختلفو پرګنو په پراخ شتون سره ؛له ولایت سره دامت د میثاق او د بصیرت ورځ ؛ د درنښت دستورې ترسره شوې.
ټاکل شوې ده سبا هم د لیندۍ د نهمې نیټې د حماسې دستورې په درست ایران کې د خلکو په میلیوني شتون سره ترسره شي.