Jan 04, 2023 15:27 Asia/Kabul

د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل،په لویدیځ کې د میرمنې د آزادۍ موضوع په کارخانو کې له دوي د استفادې لپاره په ډيرو کمو حقوقو سره مطرح ده.د وي دغه راز وفرمائيل؛  په پانګوال نظام کې سرمایه  له انسانیّته لا لوړه ده، انسانو  انسانیّت د پانګې په خدمت کې ګرځي ، او هر هغه انسان چې لازیات پانګونه وکولی شي، پانګه ذخیره کړئ شي،  نو ارزښت ئې لازیات وي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د میرمن په مقولې کې د لویدیځي ریاکارو مدعیانو په وړاندې د اسلامی جمهوری نظام دریځ  مطالبه  ګری او هجوم  وبالۀ و ې وئيل، لویدیځ پریوَتی او کلتور او تش په ن امه ماډرن لویدیځ په دې زمینې کې واقعا ګرَم دی او د میرمنې د حیثیّت او کرامت په حق کې ئې جنایت کړی دی .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود په کلتوري، اجتماعي  او علمی ډګرونو کې د فعالو    غوره سلګونو میرمنو په ټول کې  له میرمنې د کار ډګر او میرمنې ته خوندناک یا شهوتي کتل ،له میرمنې څخه  دلویدیځ  دوې اساسي ناوړه استفادې وبللې او وې وئيل  په لویدیځ کې د میرمنو د  آزادۍ د موضوع مطرح کیدا اصلي موخه ، له کوره  کارخاانې ته د دوي کاږل وو څو له میرمنو د یوه ارزان  کاري ځواک په توګه استفاده وکړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  هغو واقعیّتونو او احصایو ته په اشارې سره  چې حتی د لویدیځي هیوادونو رسمي مرکزونه اعلان کوي ،د ښځو له حقوقو څخه ددفاع په باب دلویدیځ ادعا  نهایت او بې شرمه چاره  وبلله او زیاته ئې کړه،د پانګوال نظام د ادعا وړ آزادي،  د میرمنې عینِ ؛اسارت  او سپکاوی؛ دی او  انسان شرمیږي  چې په لویدیځ کې د ځينو پيښو حتی نامه اخلي.

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په لویدیځ کې د کورنۍ وضعیّت  پاښل شوي وبالۀ او روښانه ئې کړه، دغه خطرې ،د لویدیځي  مصلحو او خیر غواړو متفکرانو  اعتراضیه چغې هم راپور ته کړي دي ،خو  په لویدیځ کې د کورنۍ سوکه سوکه  مخ په وړاندې دړې وړې کیدادومره بې ننګه  ده چې   د هغو د د دریدا یا اصلاح کول  ناممکن شوي دي.

دوي همداراز د حجاب او ستر په ضدپه وروستیو پیښو کې ډیرو هلوځلو ته په اشارې سره  ووئيل؛چا ددغو هڅو او غوښتو په مقابل کې مقاومت وکړ او دریدل؟،پخپله میرمنې  وې چې کلکې ودریدې، هغه هم په داسې حال کې چې  بدغواړو  امید همدغو په اصطلاح بد حجابه ښځو ته ؤ څو سکارف یا ستر لیرې کړي ،البته میرمنو دا کار ونه کړ او  د تبلیغ کونکو او بلنه ورکونکو په خوله ئې سوک وواهۀ. هغه ددې خبرې په کولو سره چې حجاب او ستر بې شکه یو شرعي او نه انکاریدونکی ضرورت دی زیاته کړه،دغه نه انکاریدونکی ضرورت باید سبب نشي،هغه کسان چې  په بشبړډول حجاب یا ستر رعایت نه کړي، په بې دینۍ یا ضد انقلاب شونې تورنه شي.

د اسلامی انقلاب  ستر لارښود میرمنو ته د اسلامي جمهوری نظام  خدمتونه ، نه هیریدونکي او مهمه مقوله وبلله   او ورښانه ئې کړه، له اسلامی انقلابه مخکې ،غوره ، پوهې او تحقیق کونکي  میرمنې په ګوته شمیر وې،البته  اسلامی انقلاب  د غوره او متخصصو میرمنو د زیاتیدا سبب شو،داسې چې   په ځينوکلونو کې انجونو محصیلینو پرهلکانومخکښې شوې او ډيری میرمنې   دعلم او ټيکنالوجۍ په مختلفو څانګو کې په څيړنو او کارونو بوختې دي.

 

Image Caption

 

ټیګونه