Jan 28, 2023 16:34 Asia/Kabul
  • د ایران او آذربایجان جمهوریت د اړیکو د خرابولو لپاره په باکو کښې د ځینو رسنیو هلې ځلې

یو وسله وال پرون جمعه د جنورۍ په ۲۷ نیټه په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت په سفارتخانې حمله وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په کلکه وغندله او د بریدګر په دوسیې باندې د شفاف غور کولو ژمنه یې وکړه.

یو وسله وال پرون جمعه د جنورۍ په ۲۷ نیټه په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت په سفارتخانې حمله وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په کلکه وغندله او د بریدګر په دوسیې باندې د شفاف غور کولو ژمنه یې وکړه.

په هم دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په بیخي شخصي انګیزې سره د آذربایجان جمهوریت په سفارت باندې د یو کس له حملې وروسته، د دې پیښې د اړخونو روښانه کولو ته د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دغه ناخوښه خبر له اوریدو سمدستي وروسته د موصوع د هراړخیزې څیړنې حکم ورکړ. هم داشان په دې موضوع پورې اړونده ټولو چارواکو هم د بریدګر په دوسیې باندې په شفاف غور ټینګار کړی دی.

د ایران خارجه وزیر په یوه خبري غونډه کښې په تهرن کښې د آذربایجان جمهوریت د سفارت د خالي کیدو اوازه دروغ وبلله او ویې ویل: هڅه کوو چې د اړیکو سطحه وساتله شي، نفسیاتي ارامښت رواني چاپیریال ته راستون شي او ترټولو غوره فیصله وشي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د دغې پیښې ترهګروالی په کلکه دروغ وباله او ويې ویل: دا کار یوازې په شخصي انګیزې شوی دی.

امیر عبداللهیان په هم دې لړ کښې د آذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر جیحون بایرام اف سره په ټیلیفوني تماس کښې په سفارت باندې د حملې د پیښې په لړ کښې د دواړو هیوادونو د امنیتي او قضايي ارګانونو د ملګرتیا لپاره د ایران وړاندیز د آذري لوري له هرکلي سره مخامخ شو.

په دغې موضوع د غور لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو هوډ او دغه وسله وال اقدام ته له غندنې سره د مل څرګند دریځ اعلانول د دواړو مسلمانو او ګاونډي هیوادونو د اړیکو د خرابتیا د مخنیوي او د دوه اړخیزو اړیکو د ساتنې په موخه دی. له دې مخکښې هم د تهران چارواکو تل د عبث دباؤنو او د مطبوعاتي لفظي جنګ په وړاندې د متقابلو اړیکو په ساتنې ټینګار کړی دی. سره له دې، د باکو د رسنیو یرغل او نه سنجول شوې څرګندونې په جدي توګه او په پوره زور سره پرمخ روانې دي چې ممکنه ده دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي.

په دې حقیقت سترګې نه دي پټول پکار چې د درنیو یرغلولو په لړ کښې د باکو رسنۍ په یو نارغهنده اقدام کښې تل له دروغو کار اخلي. په داسې حال کښې چې په تهران  کښې د آذربایجان جمهوریت په سفارت باندې برید کونکي کس اعتراف کړی دی چې د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کښې یې میرمنې دغه سفارت ته رجوع کړې وه خو له تیر کابو یو کال راهیسې کور ته نه ده ستنه شوې.

د باکو رسنیو په دې هکله خوله ګنډلې ده. حتی د باکو چارواکي هم په دې لړ کښې چپه خوله بهتري ګڼي او دا ترخه پیښه په دروغه په ترهګرو مسائلو پورې تړي.

د باکو رسنیو په عین حال کښې په خپلو اقتدايي خبرونو کښې په یو بیړني او وارمخکښې اقدام کښې، په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت په سفارت باندې په شخصي وجوهاتو د یو کس ډزې یوه ترهګره حمله بللې او هڅه یې کړې ده چې دغه پیښه د ایران په حکومتي ارګانونو پورې وتړي. جوته ده چې د یو خبر دا ډول غلطه شننه او خپرول د آذربایجان جمهوریت عامه افکار، د یوې پلان شوې ډرامې په لور بیايي. په داسې حال کښې چې دغه ډرامې ناسمې او مشکوکې دي.

په هم دې لړ کښې ځینو ناروا رژیمونو او پردیو حکومتونو د آذربایجان جمهوریت له مسلمان حکومت او شیعه خلکو سره د ایران د اړیکو لازیات خرابوالي ته لمن وهي چې دا کار د ایران او آذربایجان جمهوریت د ملي ګټو په تاوان دی.

خو د باکو د رسنیو له ناځوانمردانه هلوځلو سره سره د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت په سفارت باندې د حملې د زخمیانو له پوښتنې وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې روغتون ته په ورتګ سره د هغوي له درملیز بهیره خبر شوم. هم داشان مې له جیحون بایرامف سره په ټیلیفوني تماس کښې مې ورته د ولسمشر رئیسي د تسلیت پيغام ورسوه. د ایران اسلامي جمهوریت د دې پیښې د اړخونو د معلومیدو لپاره ملګرتیا ته پوره تیار دی او خپل ورور او ګاونډي ولس او حکومت ته د دې ترښې پیښې تسلیت وایو.

*/*/*/*/

 

ټیګونه