په فارس خلیج کې د ایران د دریو ټاپوګانو د ساحلي والیبال کپ؛ کوچنی تنب اتل شو
(last modified Thu, 31 Oct 2024 07:54:48 GMT )
Oct 31, 2024 12:24 Asia/Kabul
  • د ایران د درې ټاپوګانو د ساحلي والیبال لومړۍ سیالۍ په بوموسي ټاپو کې ترسره شوې
    د ایران د درې ټاپوګانو د ساحلي والیبال لومړۍ سیالۍ په بوموسي ټاپو کې ترسره شوې

د فارس په خلیج کې د ایران د درې ټاپوګانو د ساحلي والیبال د سیالیو لومړی پړاو د تنب کوچ ټیم په اتلولۍ پای ته ورسېد. د پارس ټو ډی د خبر له مخې، د ایران د درې ټاپوګانو د ساحلی والیبال د سیالیو لومړی پړاو د فارس خلیج په بوموسی ټاپو کښې د څلورو ټیمونو، بوموسی، لوی تنب، کوچنی تنب او فارس خلیج د ټیمونو په ګډون سره ترسره شو.

د دې ټورنمنټ په پای لوبه کې د لوی تنب او کوچني تنب ټیمونه له یو بل سره مخامخ شول او د ټورنمنټ په پای کې د کوچني تنب لوبډلې د اتلولۍ جام وګاټه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ورزش او ځوانانو چارو وزیر "احمد دنیامالي"، د هرمزګان والي "مهدي دوستي" او د ایران د اسلامي جمهوریت د والیبال فدراسیون مشر "میلاد نقوي" هم ګډون درلود.

د دغه ټورنمنټ په درجه بندۍ کښې د فارس خلیج او بوموسی ټیمونه له یو بل سره مخامخ شول او په پای کښې د فارس خلیج ټیم خپل حریف ته په ماتې ورکولو سره دریم مقام خپل کړ.

د ایران د ساحلي والیبال د ملي ټیمونو روزونکو "رحمان  رئوفی" او "مازیار هوشمند" هم په دې ټورنمنټ کې ګډون کړی وو، ترڅو د ایران ملي ټیم د ۲۰۲۴ کال د اسیا د ساحلي والیبال په سیالیو کې چې د نومبر له ۵ نیټې تر 10 پورې  د فیلیپین ل په کوربه توب  پترسره کیږي ، ګډون وکړي.

په فارس خلیج کښې د ایران د درې اړخیزه کپ سیالۍ هر کال په دغو ټاپوګانو کښې د باکیفیته ټیمونو په شتون سره ترسره کیږی او البته د ټیمونو شمیر هرکال زیاتیږی.

 

کلیدي ټکي : د ایران درې ټاپوګان، د فارس خلیج، د ایران د دریو ټاپوګانو کپ، لوی تنب ، کوچنی تنب ، بوموسي، د ایران د دریو ټاپوګانو د ساحلي والیبال سیالۍ

 

 

ټیګونه