د ۲۰۲۶ کال ژمني المپیک پایزو دستورو کېد ایران د کاروان بیرغواله یوه میرمن ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171054-د_۲۰۲۶_کال_ژمني_المپیک_پایزو_دستورو_کېد_ایران_د_کاروان_بیرغواله_یوه_میرمن_ده
پارسټوډی- د ۲۰۲۶کال ژمني المپیک لوبو پایزې دستورې د  ایټالیا په کوربتوب له اولسو ورځینو سیالیو وروسته ترسره  شوې  او میرمن صدف ساوه شمشکي  د ایران د اسلامی جمهوریت د  کاروان بیرغواله وه.
(last modified 2026-02-23T04:00:06+00:00 )
Feb 23, 2026 08:26 Asia/Kabul
  • د ایران د کاروان بیرغواله  صدف ساوه‌شمشکی  
    د ایران د کاروان بیرغواله  صدف ساوه‌شمشکی  

پارسټوډی- د ۲۰۲۶کال ژمني المپیک لوبو پایزې دستورې د  ایټالیا په کوربتوب له اولسو ورځینو سیالیو وروسته ترسره  شوې  او میرمن صدف ساوه شمشکي  د ایران د اسلامی جمهوریت د  کاروان بیرغواله وه.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله  راپور ورکړی،ژمنی اولمپیک لوبې  بلاخره پاي ته ورسیدلې او  د ژمني اولمپیکونو  په تاریخ کې د لومړني ځل لپاره ، د ایټالیا  په دوو ښارونو میلان او کورټینا دامپټزو  کې په یوه وخت دوه مشالونه خاموش شول. ددژمني اولمپیک  ددغه پړاؤ په پاي کې د ناروې کاروان بریالی شو ، د سروز زرو په ۱۸ میډالونو،د نقرې یا  سپین زرو په ۱۲ او د زیّړو یا برنز  په یولسو میډالونو سره  اتلوالي ترلاسه کړه.

د هرکال د قواعدو په اساس ، د پایزو دستورو یو اساسی عنصر ، په لوبو  کې د ګډون کونکو هیوادونو د بیرغونو پریډوي چې  د ایران د میرمنو د آلپاین  اسکي  نماینده میرمن صدف ساوه شمشکي  د  ایران د اسلامی  جمهوریت د  کاروان بیرغواله وه .