د خاتم قرارګاه: د امارات له خاورې که اقدام وشي ځپونکې ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172588-د_خاتم_قرارګاه_د_امارات_له_خاورې_که_اقدام_وشي_ځپونکې_ځواب_ورکوو
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړ: که د امارات له خاورې څخه، د ایراني ټاپوګانو، بندرونو او سواحلو په خلاف اقدام وشي، ځپونکی او پښیمانه کوونکی ځواب ورکوو.
(last modified 2026-05-06T06:43:39+00:00 )
May 06, 2026 11:10 Asia/Kabul
  • د خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند ډګروال ابراهیم ذوالفقاري
    د خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند ډګروال ابراهیم ذوالفقاري

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړ: که د امارات له خاورې څخه، د ایراني ټاپوګانو، بندرونو او سواحلو په خلاف اقدام وشي، ځپونکی او پښیمانه کوونکی ځواب ورکوو.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند ډګروال ابراهیم ذوالفقاری وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په تېرو ورځو کې د اماراتو په خلاف هیڅ ډول توغندوي او د بې پیلوټو الوتکو عملیات نه دی تر سره کړی او که چیري کوم اقدام مو کړي وای، په څرګنده او جوته توګه مو اعلان کول. په دې خاطر د اماراتو د دفاع وزارت راپور په بشپړه توګه دروغ ګڼو او حقیقت سره هیڅ اړخ نه لګوي.

هغه زیاته کړه: د امارات چارواکو او مسئولینو ته وایو، ستاسو هیواد د یوه اسلامي ټاټوبې په توګه باید، د امریکایانو، صهیونیستانو او د هغوی د ځواکونو او جنګي سازو سامان ځالی نه وي او اسلامي نړۍ او مسلمانانو سره خیانت نه وکړي. تاسو باید ځانونه د امریکایانو او صهیونیستانو په لوبو کې ښکېل نه کړئ او نباید له کفارو او مشرکینو سره د مقابلې او د نه ملګرتیا په ځای، د ایران مسلمان ولس د خپلو ناځوانی نه ډکو رسندویي پروپاګنداو او بې ځایه تورونو هدف وګرځوئ.

ډګروال ذو الفقاری وویل: په خواشینی سره باید ووایو چي د امارات هیواد نن د اسلامي نړۍ د دښمنانو یعني د امریکایانو او صهیونیستانو په اصلي مرکز او په سیمه کې د ناامنی په لامل بدل شوی دی او د هغوی د جنګي سازو سامان د زیاتې برخې کوربه ګرځېدلې ده.

هغه ټینګار وکړ: خبرداری ورکوو که د امارات له خاورې څخه، د ایراني ټاپوګانو، بندرونو او سواحلو په خلاف کوم اقدام وشي، ځپونکی او پښېمانه کوونکی ځواب به ورکړو.