د میز د پاسه په پاراټنیس نړیوال کمیټې کې د یوې ایرانۍ مشري
-
سیما لیموچی
پارستودی- د میز د پاسه د ټنیس د نړیوال فډریشن د جرګې د ټولو غړو په مثبتې رایې سره، سیما لیموچي د میز د پاسه د پاراټنیس د کمیټې د مشرې په توګه وټاکل شوه.
د پارس تودی له راپور سره سم، سیما لیموچي له دې مخکې د پاراټنیس د نړیوالې کمیټې د موقت سرپرست په توګه ټاکل شوې وه، دغه ټاکنه د تېر کال په لیندۍ میاشته کې د چین په چنګدو ښار کې د میز د پاسه د ټنیس د نړیوال فډرېشن د اجرایوي پلاوې په غونډه کې تر سره شوه.
په دې لړ کې او د نړیوالو اتلولیو د وروستیو سیالیو په بهیر کې چي د لندن په کوربه توب تر سره شوې، د نړیوال فډرېشن د غونډې د اجنډا د یوې برخې په توګه د دې فډرېشن د کمیټو په کړچار او د موقتو سرپرستانو په برخلیک باندې بحث وشو.
د دې فډرېشن د جرګې غړو د پاراټنیس په نړیوال کمیټې باندې د سیما لیموچې ریاست ته مثبتې رایې ورکړي، او په دې توګه هغې له ۶ میاشتې سرپرستۍ نه وروسته، د مشر په توګه وګمارل شوه.
سیما لیموچي د ایران د ټنیس د ملي ټیم روزونکې ده او دا د میز د پاسه د ټنیس په تاریخ کې لومړی ځل دی چي د یوې نړیوالې کمیټې ریاست ایرانی ته ورکول کیږي.
د میز د پاسه د پاراتنیس کمیټه د معلولو ورزشکارانو له ټولو مهم او مسلکي ارګان بلل کیږي او د دې کمیټې ریاست د هغه په سیاستونو، ودې او په دې څانګې باندې په نړیوال څار کې مهم رول لوبوي.