د تشیّع د مکتب پيروکار له پروردګار پرته بل هیچا ته نه تسلیمیږي
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
پارس ټوډې راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پخپل ایکس ټولنیز ې پاڼې کې د عراق له لومړی وزیر سره خپلو ټيلیفوني خبرو ته په اشارې سره لیکلي دي، مونږ مسلمانان مخکې تسلیم شوي یوو ، د قادرمطلق په درګاه کې او د خپل پروردګار په وړانډې سربسجود یوو، نو بل هیڅوک مونږ نشي تسلیمولی.
ډاکټر پزشکیان زیاته کړې ده، دعراق له لومړی وزیر سره مو په ټيلیفوني خبرو کې ټينګار کړی دی، چې امریکائي چارواکو ته سپارښتنه وکړي ، د مونږ له سیمې کې د پوځي ګواښ تغر ټول کړي ،ځکه چې د تشیعّ د مکتب پیروکار حتی د ژبې په زور سره هم تسلیمیدا ته نشي اړکولی.