عراقچي: تهران د نړیوالې سولې او امنیت د ګډوډیو د دوام په وړاندې د بیجینګ د رول لوبونې غوښتونکی دی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینایي همرتبې سره په کتنه د نړیوالې سولې او امنیت د ګډوډیو د دوام په مخنیوي کې د بیجینګ په رول لوبونې باندې تینګار وکړ.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چي د یوه ډیپلماټیک پلاوی په مشری بیجینګ ته سفر کړی وو، نن چهار شنبه د واکمن ګوند د بهرنیو چارو د اړیکو د کمیسیون له منشي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې سره کتنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو د مختلفو اړخونو منجمله په اقتصادي او سوداګریزو او تر سره شویو هوکړو په هکله خبرې وشوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او چین د دوو تمدنونو تر مینځ لرغونې اړیکو ته په اشارې سره، بیجینګ یې د ایران نژدې ملګری او استراتیژیک شریک وبلله او د ایران او چین د استراتیژیکو همکاریو د جامع سند په چوکاټ کې د دوه اړخیزو مناسباتو د لوړاوی او متقابل احترام باندې په ټینګار سره، جوته کړه: په دې باور یو چي د دواړو هیوادونو ملګرتیا او استراتیژیک ګډون په نویو حالاتو کې به له مخکې نه په زیات زور سره دوام پیدا کړي.
هغه د ایران د ولس په خلاف د امریکا او صهیونیست رژیم د جنایاتو او د جګړې پر مهال د بشردوستانه حقوقو ښکاره سرغړونو په هکله د وضاحت په ورکولو سره، د امریکا او صهیونیست رژیم له لورې د ملګرو ملتونو د منشور لیک په سرغړونې باندې د چین نیوکې او په امنیت شورا کې د امریکا د ناوړه ګټې اخیستنې په مخنیوي کې د چین د دریځونو قدرونه وکړه.
عراقچي وویل: هیلمن یو چي په امنیت شورا باندې د چین د پړاویز ریاست په پیلېدو سره او د قانون ماتونې او د نړیوالې سولې او امنیت د ګډوډی په مخنیوي کې د چین د کارنده رول کتوونکې ووسو.
د ایران خارجه وزیر همدارنګه د ایران په خلاف د امریکا او صهیونیست رژیم د تپل شوې جګړې د ختمولو او د پاکستان په مینځګړیتوب سره د ایران – امریکا تر مینځ د د مذاکراتو پورې اړوند د ډیپلماټیک بهیر د وروستیو بدلونونو په باب خپل چینایي همرتبې ته معلومات ورکړ او وویل: ایران څرنګه چي له ځان څخه د دفاع په ډګر کې پیاوړی څرګند شو، لاهم له هر ډول شرارت سره د مقابلې لپاره پوره چمتو دی، په ډیپلماټیک ډګر کې هم جدي او ثابت قدم دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د یرغلګرو په وړاندې د ایران د ولس د مقاومت او د ایران د مسئولینو د ښه نیت په ستایلو سره، په تېره بیا د شخړو د هوارېدو لپاره د ایران د خارجه وزیر له لورې د ډیپلماټیک بهیر د تعقیبولو قدرونه وکړه او د ایران له ملی امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د چین په ملاتړ باندې ټینګار وکړ او جوته یې کړه: د چین اصولی دریځ د زور له کارولو سره په مخالفت او د دغه غیرقانوني جنګ په بندېدو باندې ټینګار کوي، کوم چي د هغه پایلې او تاوانونه نه یوازې ایران بلکې نورو هیوادونو، سیمه او نړۍ ته زیان اړولی دی.