د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال سیالۍ- نپال؛ ایران نیمه پایلوبې ته لاره ومونده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173400-د_مرکزي_اسیا_د_ښځو_د_والیبال_سیالۍ_نپال_ایران_نیمه_پایلوبې_ته_لاره_ومونده
پارس تودی- د ایران د والیبال ښځینه ملي ټیم د مرکزي اسیا د اتلولی د سیالو په لومړی پړاو کې په خپله دریمه لوبه کې د قزاقستان تکړه ټیم ته ماته ورکړه او په ځواک سره نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.
(last modified 2026-05-26T07:22:07+00:00 )
May 26, 2026 11:51 Asia/Kabul
  • د ایران د والیبالو ملي ټیم
    د ایران د والیبالو ملي ټیم

پارس تودی- د ایران د والیبال ښځینه ملي ټیم د مرکزي اسیا د اتلولی د سیالو په لومړی پړاو کې په خپله دریمه لوبه کې د قزاقستان تکړه ټیم ته ماته ورکړه او په ځواک سره نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

د پارس تودی له راپور سره سم، د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال د اتلولیو د سیالۍ د مقدماتي پړاو وروستي لوبي تېره ورځ د نیپال په کټماندو ښار کې تر سره شوه. په دې پړاو کې د ایران په شمول دریو ټیمونو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. د ایران ملي ټیم په خپله لومړۍ لوبه کې بنګلدېش او په دوهمه لوبه کې سریلانکا او په دریمه لوبه کې قزاقستان ته سخته ماته ورکړه.

د ایران د ملي ټیم لوبغاړو د ۲۲ په وړاندې د ۲۵ او د ۲۰ په وړاندې د ۲۵ او د ۲۲ په وړاندې په ۲۵ امتیازاتو په تر لاسه کولو سره، بریا ته ورسېده او د خپلې ډلې د لومړی ټیم په توګه نیمه پایلوبو ته لاره ومونده او د سیالیو د څلورو غورو ټیمونو په ډله کې شامل شو. د ایران د ښځو د والیبال ملي ټیم، په نیمه پایلوبه کې به د پنجشني په ورځ په دوو بجو او پنځه څلوېښتو دقیقو کې، د خپل سیال ټیم سره، لوبه وکړي.