ایرانۍ مېرمنې په تاجکستان کې د کافا د فوټسال سیالیو داورانې وټاکل شوې
Jun 01, 2026 15:10 Asia/Kabul
پارس ټوډې – د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې دوې ایرانۍ مېرمنې به په تاجکستان کې د کافا د فوټسال سیالیو د قضاوت دنده ترسره کړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶ کال د کافا د ښځینه فوټسال سیالۍ به د چنګاښ له ۲مې څخه تر ۶مې نېټې پورې د تاجکستان په کوربتوب د دوشنبې په ښار کې ترسره شي.
د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون د اعلان له مخې، زري فتحي او پریا سلیماني د ایران له لوري د دغو سیالیو د قضاوت لپاره غوره شوې دي.
دا سیالۍ به د ایران، قیرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان د ښځینه فوټسال ملي لوبډلو په ګډون ترسره شي.
ټیګونه