د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو زیاتېدو ته د قالیباف غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173658-د_لبنان_پر_وړاندې_د_صهیونیسټي_رژیم_د_بریدونو_زیاتېدو_ته_د_قالیباف_غبرګون
پارس ټوډې – د ایران د پارلمان رئیس د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د سختو بریدونو په غبرګون کې وویل: دا د اوربند په اړه د امریکا د نه ژمنتیا ښکاره شواهد دي.
(last modified 2026-06-01T11:49:13+00:00 )
Jun 01, 2026 16:16 Asia/Kabul
  • د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو زیاتېدو ته د قالیباف غبرګون

پارس ټوډې – د ایران د پارلمان رئیس د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د سختو بریدونو په غبرګون کې وویل: دا د اوربند په اړه د امریکا د نه ژمنتیا ښکاره شواهد دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د شدیدو بریدونو په غبرګون کې په ایکس ټولنیزې شبکې کې په خپل حساب کې ولیکل: «د نسل‌وژونکي صهیونیسټي رژیم له خوا د سمندري محاصرې پلي کول او په لبنان کې د جګړه‌ییزو جنایتونو زیاتول، د اوربند په اړه د امریکا د نه ژمنتیا روښانه شواهد دي.»

قالیباف پر دې په ټینګار سره چې هر انتخاب خپل لګښت لري او حساب یې هم بالاخره را رسېږي، وویل: «هر څه به بېرته خپل اصلي ځای ته وروګرځي.»

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف