قالیباف: د ایران او د لبنان پیوند نه شلیدونکی دی، د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې به مقاومت وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173676-قالیباف_د_ایران_او_د_لبنان_پیوند_نه_شلیدونکی_دی_د_صهیونیسټ_رژیم_په_مقابل_کښې_به_مقاومت_وکړو
پارس ټوډې -د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» د لبنان د پارلمان له مشر «نبیه بري» سره په خبرو کښې د دواړو هیوادونو پیوند نه شلیدونکی وباله او ټینګار یې وکړ که چیرې جنایتونه دوام وکړي نه یوازې د خبرو بهیر بندوو بلکې د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې به هم ودریږو.
(last modified 2026-06-02T13:30:34+00:00 )
Jun 02, 2026 10:22 Asia/Kabul
  • قالیباف: د ایران او د لبنان پیوند نه شلیدونکی دی، د صهیونیسټ رژیم په مقابل  کښې به مقاومت وکړو

پارس ټوډې -د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» د لبنان د پارلمان له مشر «نبیه بري» سره په خبرو کښې د دواړو هیوادونو پیوند نه شلیدونکی وباله او ټینګار یې وکړ که چیرې جنایتونه دوام وکړي نه یوازې د خبرو بهیر بندوو بلکې د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې به هم ودریږو.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بري سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل: حزب الله او امل غورځنګ نن سبا هم د خپل مورني ټاټوبي او هم د اسلامي امت دفاع کوي، له دې کبله د ایران او د لبنان پیوند نه شلیدونکی دی او زمونږ او مونږ او تاسو یو یوو.

قالیباف زیاته کړه: که چیرې د ایران او د امریکا ترمینځ د جنګ د ختمیدا لپاره کومه موافقه وشي نو په ټولو جبهو په تیره بیا لبنان باندې د حملو بندیدا به پکښې شامل وي.

د ایران د اسلامي شورا مشر جوته کړه: په تیرو دوو ورځو کښې مو په جدیت سره په لبنان باندې د اسرائیلو بریدونه تعقیب کړي دي او که چیرې جنایتونه دوام وکړي نه یوازې د خبرو اترو بهیر بندوو بلکې د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې به مقاومت هم وکړو.

مونږ کلکه اراده لرو چې په ټول لبنان او په تیره بیا د دغه هیواد په جنوب کښې اوربند ټینګ شي.

د لبنان د پارلمان مشر نبیه بري هم د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د بندولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو په قدرونې سره وویل: لبنان هیڅکله په دغه حساس پړاو کښې د ایران مثبت رول نه هیروي.