د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173748-د_ایران_د_وسله_والو_ځواکونو_لوی_درستیزوالي_اجازه_نه_ورکوو_چې_د_امت_د_شهید_امام_وینه_ترپښو_لاندې_شي
پارس ټوډې – د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.
(last modified 2026-06-04T02:07:38+00:00 )
Jun 04, 2026 06:36 Asia/Kabul
  • د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي

پارس ټوډې – د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزوالي او د حضرت خاتم الانبیاء (ص) مرکزي قرارګاه، د اسلامي انقلاب د بنسټ اېښودونکي امام خمیني (ره) د رحلت او د غبرګولي د ۱۵مې نېټې د پاڅون د کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي دي: د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزوالي او د حضرت خاتم الانبیاء (ص) مرکزي قرارګاه، د اسلامي انقلاب د دواړو امامانو او د لوړ مقام لرونکو شهیدانو د یاد او خاطرې د درناوي ترڅنګ، د امام راحل د رحلت، د غبرګولي د ۱۵مې نېټې د پاڅون د کلیزې او د غدیر خم د نېکمرغه اختر یوځای والی، د ایران د اسلامي جمهوریت په سپېڅلي نظام کې د امامت او د فقیه د مطلقه ولایت د نه ماتېدونکو اصولو د تړاو یوه مبارکه نښه ګڼي.

اعلامیه زیاتوي: د ایران شریف او مقاوم ملت، د امام خمیني (ره) د رحلت د کلیزې په ورځ، د خپل ستر شهید لارښود او د مظلومو شهیدانو نشتوالی احساسوي، او په عین حال کې د ایمان، بصیرت او د نړیوال استکبار پر وړاندې د ټینګ درېځ ترمنځ ژوره اړیکه هم تجربه کوي. د غبرګولي د ۱۵مې نېټې پاڅون د هغه نهضت پیل وو چې اسلامي انقلاب بریا ته ورسېد، او شهید امام له حضرت روح الله وروسته، د امت د نجات بېړۍ د عزت لوړو څوکو ته ورسوله. نن هم د ایران ملت د خپل حکیم او فرزانه مشر، ستر رهبر، تر لارښوونې لاندې د مقاومت او د حق د دفاع بیرغوال دی او تر وروستۍ بریا پورې به دغه روښانه لاره روانه ساتي.

په اعلامیه کې راغلي دي: د امریکا او صهیونیسټي رژیم وروستۍ جګړه‌پارونه د بشري حقونو د دروغجنو مدعیانو اصلي څېره نړۍ ته بربنډه کړه، چې د میناب د ښوونځي د ۱۶۸ بې‌ګناه او مظلومو ماشومانو شهادت، د هغوی د سلګونو جنایتونو له جملې څخه یوازې یوه بېلګه ده. د ایران ملت د ګواښ او تېري پر وړاندې نه یوازې شاتګ نه کوي، بلکې په یووالي او ایمان سره د عزت لارې ته تر بل هر وخت ډېر دوام ورکوي.

اعلامیه زیاتوي: د اسلامي ایران ځواکمن، زړور، سرلوړي او ویاړلي وسله‌وال ځواکونه، د ملت ترڅنګ او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان حضرت آیت‌الله سید مجتبی حسيني خامنه‌يي (مدظله العالی) تر هوښیارې رهبرۍ لاندې، په بشپړ اقتدار سره به د اسلامي انقلاب له آرمانونو او د تل بریالي او ویاړلي ایران له ملي حاکمیت څخه تر وروستۍ سلګۍ پورې دفاع وکړي، او هېڅکله به پرېنږدي چې کینه‌ناک دښمن خپلو شیطاني هیلو ته ورسېږي او د امت د شهید امام او نورو لوړمقامه شهیدانو وینه ضایع شي. امریکايي او صهیونیسټي دښمنان به د وسله‌والو ځواکونو او د بصیرت لرونکي او ویښ امت د الهي ارادې پر وړاندې، له تسلیمېدو پرته بله لار ونه لري.