عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173750-عراقچي_هر_ډول_دښمنانه_اقدام_به_له_سمدستي_او_پرېکنده_ځواب_سره_مخ_شي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.
(last modified 2026-06-04T02:09:22+00:00 )
Jun 04, 2026 06:37 Asia/Kabul
  • عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې پر هغو ځایونو د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي چې له هغه ځایه متحده ایالاتو ته اجازه ورکول کېږي څو د ملکي بېړیو پر تګ راتګ بریدونه وکړي او اوربند تر پښو لاندې کړي.

هغه زیاته کړه: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي. هغه څه چې بندیزونو او جګړې ترلاسه نه کړل، په لا ډېرې جګړې سره به هم ترلاسه نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: مارکو روبیو د کانګرس د استماع په غونډه کې د ایران پر وړاندې له امریکا سره د سیمې د ځینو هېوادونو پر همکارۍ اعتراف وکړ.

روبیو په دې اړه ویلي: «زما په اند، زموږ متحدانو په سیمه کې خورا پراخه همکاري ښودلې ده؛ ځینو یې، د متحده عربي اماراتو په ګډون، په ډېر فعال او جدي ډول همکاري کړې ده. کویټ هم خورا ښه فعالیت کړی دی.»