یوه ایرانۍ مېرمن د هنډبال نړیوال فدراسیون د ښځو د کاري ډلې غړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174238-یوه_ایرانۍ_مېرمن_د_هنډبال_نړیوال_فدراسیون_د_ښځو_د_کاري_ډلې_غړې_شوه
پارس ټوډې – میترا نوري له ایران څخه د هنډبال نړیوال فدراسیون د ښځو د هنډبال د کاري ډلې غړې وټاکل شوه.
(last modified 2026-06-15T12:49:53+00:00 )
Jun 15, 2026 17:18 Asia/Kabul
  • یوه ایرانۍ مېرمن د هنډبال نړیوال فدراسیون د ښځو د کاري ډلې غړې شوه

پارس ټوډې – میترا نوري له ایران څخه د هنډبال نړیوال فدراسیون د ښځو د هنډبال د کاري ډلې غړې وټاکل شوه.

د ایرنا د راپور له مخې، د هنډبال نړیوال فدراسیون (IHF) د ښځو د هنډبال ځانګړې کاري ډله جوړه کړې ده. د دې پرېکړې له مخې، د ایران د هنډبال فدراسیون د هڅو او ملاتړ په پایله کې، میترا نوري چې د فدراسیون د مشرتابه پلاوي غړې او د هنډبال نړیواله څارونکې ده، د دغې کاري ډلې د یوه غړې په توګه وټاکل شوه.

دا کاري ډله له اتو مخکښو غړو څخه جوړه شوې ده چې پکې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه نامتو روزونکي، لوبڅاران او ورزشي مدیران شامل دي. په دې ډله کې د ایران د استازې شتون په نړیوالو ډګرونو کې د ایران د هنډبال د ارزښتمن او مخ پر ودې مقام څرګندونه کوي.

د هنډبال نړیوال فدراسیون د دې کاري ډلې د جوړولو اساسي موخه، د ښځو د هنډبال په بېلابېلو برخو کې د هر اړخیز پرمختګ لپاره پلان جوړول او په ټوله نړۍ کې د دې ورزشي څانګې د پراختیا او د کیفیت د کچې د لوړولو لپاره مرسته بللې ده.