د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو هرکلی او د عربي کاروونکو د خواشینۍ څرګندونې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174744-د_ایران_د_اسلامي_انقلاب_د_شهید_رهبر_د_جنازې_د_مراسمو_هرکلی_او_د_عربي_کاروونکو_د_خواشینۍ_څرګندونې
پارس ټوډی -  وروسته له هغې چې په عراق کې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو نېټه اعلان شوه، په ټولنیزو شبکو کې ګڼو عربي کاروونکو د دې مراسمو هرکلی وکړ او د شهید رهبر په یاد یې د خواشینۍ او درناوي پیغامونه خپاره کړل.
(last modified 2026-07-02T02:03:49+00:00 )
Jul 01, 2026 11:50 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو هرکلی او د عربي کاروونکو د خواشینۍ څرګندونې

پارس ټوډی -  وروسته له هغې چې په عراق کې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو نېټه اعلان شوه، په ټولنیزو شبکو کې ګڼو عربي کاروونکو د دې مراسمو هرکلی وکړ او د شهید رهبر په یاد یې د خواشینۍ او درناوي پیغامونه خپاره کړل.

پارس ټودی د ایرنا له قوله ویلي: د بحرین یوه وګړي روان الهاشمي په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي: «ورو ورو چمتو کېږو چې ګران عراق ته سفر وکړو، څو د آیت‌الله خامنه‌اي لپاره د تاریخ تر ټولو ستر د جنازې مراسم ترسره کړو؛ د وفادارۍ او مینې جنازه

یوې بلې کاروونکې رولا حسین لیکلي: «که څه هم د هغه جسد زموږ له منځه ولاړ، خو فکر او مکتب یې لا هم ژوندی دی. زما مشر! ستا له تګ سره دې زموږ په زړونو کې زرګونه انقلابي روحیې په میراث پرېښودې

یوې بلې عربي کاروونکې امل الولائیه لیکلي: «هغه یوازې یو قوماندان نه و، بلکې د امت غږ و چې د حق په مسئله کې یې هېڅکله مصلحت نه کاوه. د هغه حضور به تل زموږ په زړونو کې ژوندی وي

ابو یحیی الشهاري هم په خپلې پاڼې کې لیکلي: «ای د عراق زړورو او وفادارو بچیانو! د امام، قوماندان او د اسلامي امت د ویاړ د جنازې په مراسمو کې له ګډون څخه غفلت مه کوئ، ځکه هغه هېڅکله د عراق په حق کې کوتاهي ونه کړه. پر ټاکلي وخت حاضر شئ

همدارنګه، د ابن الخزعلي القائد په نوم یوه کاروونکي لیکلي: «زموږ ګډون په دې جنازه کې یوازې یوه دنده نه ده، بلکې دا ښکاره اعلان دی چې د امام لار به دوام لري او د هغه وینه به زموږ په وجود کې د آزادۍ اور بل ساتي. پر خپل وخت راشئ، څو د حق په شعارونو ډګرونه ډک او دښمن ته وښیو چې هغه امت چې شهیدان یې رهبري کوي، هېڅکله نه ماتېږي

یوې بلې کاروونکې نور حسنا هم لیکلي: «د لمر د خسوف لپاره چمتو شئ، تورې جامې واغوندئ، د غم بیرغونه پورته کړئ او عمومي ماتم اعلان کړئ، ځکه د علي (ع) پیروان غواړي سپوږمۍ بدرګه کړي

د شهید رهبر په یاد د بهرنیو کاروونکو خواشیني

په وروستیو ورځو کې او د شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې او مخه‌ښې مراسمو ته په نږدې کېدو سره، بهرنیو کاروونکو په اېکس ټولنیزه شبکه کې په سلګونو پیغامونه، یادښتونه او انځورونه خپاره کړي او د شهید رهبر ستاینه یې کړې ده.

ځینو کاروونکو د شهید رهبر لپاره د دعا تر څنګ، هغه «رهبر»، «مرشد» او «پلار» بللی او ټینګار یې کړی چې د هغه نوم او فکر د دوی لپاره د الهام سرچینه ده.

یوه کاروونکي لیکلي: «زموږ د زمانې علي، زموږ ځواکمن او مظلوم رهبر، ولاړ او د هغه له تګ سره داسې ښکاري چې د دې ملت د ارامۍ یوه برخه د تل لپاره خاموشه شوه؛ داسې ژوره مخه‌ښه چې خبرې یې د دروندوالي د بیان وس نه لري او یوازې چوپتیا یې په حضور کې پاتې کېږي... #یا_لثارات_الخامنه‌ای #خامنه_ای_برای_همه»

بل کاروونکي لیکلي: «آیت‌الله خامنه‌اي د ایران د عزت لپاره هر ګام پورته کړ او ثابته یې کړه چې د یوه هېواد ځواک د هغه د خلکو په غیرت او اراده پورې تړلی وي. نننی ایران د هغو شېبو پوروړی دی چې هغه ودرېد، څو موږ هم ودرېدای شو

یوه بل کاروونکي هم لیکلي: «بې‌ساری څېره، بې‌بدیله ګوهَر، د خپل وخت بې‌ساری رهبر، ستر او دروند مجاهد، او د نړیوالو جنایتکارانو پر وړاندې د ایران د خلکو د مظلومیت نښه. د هغه لپاره د عدالت غوښتنه، د هر شهید او د دواړو جګړو د هر قرباني لپاره د عدالت غوښتنه ده. لبیک یا خامنه‌اي، هو، موږ به هېڅکله هېر نه کړو؛ موږ هېڅکله هېرولای نه شو

په همدې حال کې، یو شمېر عراقي سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو هم ټینګار کړی چې په عراق کې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم یو تاریخي رویداد دی او د عراق او ایران د خلکو ترمنځ د نږدې اړیکو څرګندونه کوي.