د ایران د ملي امنیت عالي شورا: دا څو ورځې ایران ته پام وکړئ
Jul 05, 2026 16:24 Asia/Kabul
-
د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د ایران د خلګو حضور
پارس تودی- د ایران د ملي امنیت عالي شورا دښمنانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: دا څور ورځې ایران ته وګورئ، دا همهغه ایران دی چي فکر مو کول په څو ورځو کې یې نسکورولای شی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د ملي امنیت عالي شورا د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په یوه پیغام کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې او د وداع په مراسمو کې د ایران د خلګو پراخ ګډون ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: دا څو ورځې ایران ته په ځیر سره وګورئ، دا همهغه ایران دی چي تاسو فکر کول په څو ورځو کې یې له پښو څخه غورځولای شی.
په دې پیغام کې راغلی دی: د خلګو دغه پراخ حضور، اوس د خپل رهبر د وداع او جنازې په مراسمو کې دوه چیغې وهې: د دښمنانو په وړاندې د مقاومت او د شهید رهبر د وینو د بدل د اخیستلو چیغه.
ټیګونه