پزشکیان: موږ د خبرو اترو په بهیر کې د فلسطیني مشرانو له هرې پرېکړې ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176152-پزشکیان_موږ_د_خبرو_اترو_په_بهیر_کې_د_فلسطیني_مشرانو_له_هرې_پرېکړې_ملاتړ_کوو
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر خلیل الحیه سره په ټیلیفوني اړیکه کې، د فلسطیني ډلو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې د هغه رول او مدیریت وستایه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د فلسطیني مشرانو له هر تدبیر، نوښت او پرېکړې چې د مذاکراتو په بهیر کې یې نیسي، ملاتړ وکړي.
(last modified 2026-08-06T01:42:27+00:00 )
Aug 06, 2026 06:04 Asia/Kabul
  • پزشکیان: موږ د خبرو اترو په بهیر کې د فلسطیني مشرانو له هرې پرېکړې ملاتړ کوو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر خلیل الحیه سره په ټیلیفوني اړیکه کې، د فلسطیني ډلو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې د هغه رول او مدیریت وستایه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د فلسطیني مشرانو له هر تدبیر، نوښت او پرېکړې چې د مذاکراتو په بهیر کې یې نیسي، ملاتړ وکړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، مسعود پزشکیان د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د خلکو پر صبر، استقامت او مقاومت د ستاینې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملت او چارواکو زړه او روح تل د فلسطین د مظلومو خلکو ترڅنګ دی او ایران به تر خپل توانه د فلسطین له ملته ملاتړ او پشتیباني کوي.

پزشکیان همداراز د صهیونیسټي رژیم او امریکا لخوا پر ایران باندې د وروستیو تېریو او د سیمې وضعیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: له دې ستونزو سره-سره، د فلسطین مسئله لا هم د ایران د بهرني سیاست په محوري ځایګي کې ده او د ایران د چارواکو، پالیسي جوړوونکو او رهبر له نظره نه ده لوېدلې او لا هم د اسلامي نړۍ لومړۍ مسئله بلل کېږي.

نوموړي د فلسطین ملت ته د روغتیا، عزت او بریا په هیله، د ایران پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ایران به د فلسطین ملت سره د مرستې لپاره له هېڅ هڅې ډډه ونه کړي.

د ایران ولسمشر همداراز د اسلامي امت د ګټو د دفاع لپاره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي، انسجام او همغږۍ پر پیاوړتیا غږ وکړ.

پزشکیان د دې اړیکې په بله برخه کې، نورو فلسطیني مجاهدینو او چارواکو ته د سلام لېږلو په غوښتنې سره وویل: د اسلامي هېوادونو یووالی او پیوستون کولای شي پر باطل باندې د حق د غلبې زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د مظلوم، مقاوم او قهرمان ملت ملاتړی و او دی او هڅه به وکړي چې له اسلامي هېوادونو سره د همکاریو په پراختیا، موجود اختلافات راکم او اسلامي امت د دښمنانو پر وړاندې لا ډېر یووالي او انسجام ته ورسېږي.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې خلیل الحیه په سیمه کې وروستیو تحولاتو او پر ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم بریدونو ته په اشارې، صهیونیسټي رژیم په سیمه کې د بېثباتۍ او امنیت ته د ګواښ اصلي لامل وباله او ټینګار یې وکړ چې دا رژیم، د امریکا له ملاتړ سره-سره، د زوال پر لور روان دی.

د حماس د سیاسي دفتر مشر همداراز له ګواښونو سره د ایران د مقابلې په ستایلو سره وویل چې ایران په سیمه کې نوي معادلې رامنځته کړې او ډاډ یې څرګند کړ چې ایران به په راتلونکي کې هم خپلو لاسته راوړنو ته ورسېږي، هغه لاسته راوړنې چې د ایران، سیمې او اسلامي نړۍ په ګټه به وي.

خلیل الحیه د مقاومت محور راتلونکي ته د هیړې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې دا بهیر به د سیمې په بېلابېلو هېوادونو کې په پایله کې خپلو اهدافو او ارمانونو ته ورسېږي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر په غزه کې د جګړې دوام، د کرانې باختري، قدس او مسجد الاقصی وضعیت ته په اشارې، د ایران له دوامدار ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل: د فلسطین خلک به د بریدونو او فشارونو له دوام سره-سره، پر خپلو ارمانونو او د فلسطین د شهیدانو پر وینو ټینګ پاتې شي.

الحیه د سیاسي مذاکراتو بهیر ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د حماس غورځنګ دا مذاکرات د نورو فلسطیني ډلو په مشارکت او همغږۍ پر مخ وړي او هماغسې چې د جګړې په ډګر کې یې مقاومت کړی، په دیپلوماسۍ کې به هم اجازه ورنه کړي چې صهیونیسټي رژیم هغو اهدافو ته ورسېږي چې په جګړه کې یې ترلاسه کولای نه شول.

د حماس د سیاسي دفتر مشر همداراز د فلسطین د ملت د ګټو د تامین په موخه، د مذاکراتو په بهیر کې د ایران او ایراني چارواکو له تجربو د ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې سیاسي او دیپلوماتیکې هڅې به هم د میداني مقاومت ترڅنګ، د فلسطین ملت اهدافو ته د رسېدو لامل شي.

خلیل الحیه د طوفان الاقصی عملیاتو ته په اشارې سره، هیله وښوده چې د دې بهیر پای به د فلسطین او قدس شریف له ازادۍ سره مل وي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر د مقاومت محور د شهیدو مشرانو او قوماندانانو د یاد په درناوي، د همغږیو بهیرونو ترمنځ پر دوامداره همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې به د اسلامي امت د یووالي پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د ایران له ولسمشر سره وګوري.