غریبآبادي: د ایران او عمان تفاهم د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو په معنا نه دی
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي
پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د نویو ترتیباتو په اړه د ایران او عمان تفاهم وروستۍ مرحلې ته نږدې شوی، خو دغه نوی ماډل د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو په معنا نه دی.
پارس ټوډی د ایرنا خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي، له هغه وخت راهیسې چې د ایران اسلامي جمهوریت او عمان سلطنت ترمنځ د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو په اړه د درېیو اوونیو څخه ډېرې جدي مشورې پیل شوې، دغه خبرې د سیمې د وضعیت د بنسټیزو بدلونونو او د سمندري تګ راتګ اړوند تاریخي حساسیتونو له امله ساده نه وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، د لارو د نقشې ترڅنګ، د ساحلي هېوادونو حاکمیت، راتلونکي ترتیبات، د ایران او عمان ترمنځ د سمندري ترافیک د لارښوونې لپاره د یوه ګډ همغږۍ مرکز جوړول، او همداراز د هغو بېړیو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول چې غواړي له هرمز تنګي څخه تېرې شي، هم د تفاهم په چوکاټ کې د وروستي کولو په حال کې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران او عمان نوی تفاهم د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو په معنا نه دی او د دې د عملي کېدو لپاره ځانګړي شرایط شته.
غریبآبادي همداراز وویل، امریکا د اسلاماباد د تفاهملیک له مخې خپل تعهدات نقض کړي، سمندري محاصره یې بېرته پیل کړې او جګړه یې بیا پيل کړې ده؛ له همدې امله ایران نور د پخواني چوکاټ د عملي کولو په لټه کې نه دی او اوسنی بهیر د اوسنیو شرایطو پر بنسټ د یوه نوي ماډل په لټه کې دی.
هغه ټینګار وکړ چې دا موضوع باید یوازې د ایران او عمان ترمنځ پر مخ ولاړه شي او ایران هېڅ بل هېواد ته د لاسوهنې حق نه ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، په نوي ماډل کې به د هرمز تنګي جنوبي لاره تړل کېږي او پخوانۍ موقتي لارې به له منځه وړل کېږي.
د هغه په وینا، د نوې لارې یوه د پام وړ برخه د ایران په ځمکنیو اوبو او یوه برخه یې د عمان په ځمکنیو اوبو کې موقعیت لري، څو سوداګریزې بېړۍ هم د ننوتلو پر مهال او هم د وتلو د لارې په یوه برخه کې د ایران له ځمکنیو اوبو څخه تېرې شي.
غریبآبادي وویل، دا لاره موقتي ده او کېدای شي شاوخوا له دوو تر څلورو میاشتو یا تر دې ډېرې مودې پورې اعتبار ولري. د دویم پړاو د پیل لپاره به د شرایطو له پوره کېدو او له عمان سره د تفاهم وروسته نوې پرېکړه اړینه وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په پای کې د دې ترتیباتو د عملي کېدو د ضمانت په اړه وویل، خبرې له امریکا سره د بېباورۍ په شرایطو کې ترسره شوې او د دې لارې ملاتړ د ایران اقتدار دی.
هغه زیاته کړه، ایران ښودلې چې پر یوه تفاهم پورې تړلی نه دی او که مقابل لوری خپلو ژمنو ته ژمن پاتې نه شي، ایران به هم خپل تعهدات پرېږدي او که زور زیاتی وکارول شي، ایران به متناسبه ستراتیژي غوره کړي.