سیستان او بلوچستان کې ۸ وسلهوال او د ترهګرو ډلو اړوند کسان نیول شوي
Aug 06, 2026 12:49 Asia/Kabul
د ایران د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس قرارګاه د عامه اړیکو دفتر وايي، د سیستان او بلوچستان په ولایت کې اته وسلهوال او د ترهګرو ډلو اړوند کسان نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغو کسانو د ناامنۍ، یرغمل نیولو، پر امنیتي ځواکونو د بریدونو، وسلهوالو غلاوو او د خلکو د وېرولو په فعالیتونو کې لاس درلود.
د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ټیګونه